غزني پوهنتون کې رهبري شورا ناسته ترسره او د استادانو، محصلینو د علمي سیرونو په منظم ترسراوي سربیره په یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړي وشوې.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۴:۵۴
hj

قمري نېټه: صفرالمظفر، ٢، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد، ٥، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای، ٢٧، ۲۰۲۵م

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته د یاد پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ ترسره شوه. چې پکې د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، د اداري او علمي برخو مسؤلینو او نورو اړوندو غړو ګډون کړی و.
ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې عمومي رئیس ښاغلي منصور د تیرې ناستې پرېکړو ته لنډه کتنه وکړه او د ترسره شویو چارو څخه یې خوښي څرګنده کړه او ګډونوالو ته د اجنډا موضوعات تشریح او د ناستې اهمیت یې روښانه کړ. نوموړي وویل چې رهبري شورا د پوهنتون د علمي، اداري او پرمختیایي چارو د سمون، همغږۍ او ښې ادارې لپاره یو مهم پلاتفورم دی. 
په یاده ناسته کې پر یو لړ مهمو موضوعاتو لکه د استادانو او محصلینو د علمي سیرونو په منظم ترسراوي، د ۱۴۰۴ کال د محصلینو د فراغت په موخه د منظمې فراغت غونډې ترتیب، د راتلونکي سمیستر د درسونو د وخت تعیین او چمتوالی، په راتلونکي سمیستر کې د مهمو دیني سمینارونو ترتیب او د کلیوالي سیمو پرمختګ ملي کنفرانس په پروپوزل تر ژور بحث وروسته د رهبري شورا غړو هر اړخیزې پرېکړې تصویب کړې او ټینګار وشو چې د یادو مواردو د تطبیق لپاره به هره برخه خپل مسؤلیتونه پر وخت او مسؤلانه توګه تر سره کړي. 
په پای کې د پوهنتون عمومي رئیس له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د پوهنتون د علمي او اداري پراختیا لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
 
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې په بشپړ نظم او شفافیت سره پای ته ورسېدې.

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې، چې د پوهنتون د رهبرۍ، د پوهنځیو د استادانو او د ازموینو د کمېټو تر منظم نظارت لاندې ترسره کېدې، په بریالیتوب، بشپړ نظم او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري مسؤلینو له لوري د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د منظم ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د معاونیتونو د معاون صاحبانو او پوهځیو د رئیسانو په ګډون د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د ښه تنظیم، شفافیت او پر ټاکلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

BACK TO NEWS