غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د پسرلني سمستر په ازموینو کې د پوهنتون په کچه د لوړو فیصدیو ترلاسه کوونکو ۱۹ تنه ممتازو محصلینو د ستاینې په موخه ځانګړې غونډه ترسره شوه.
غزني پوهنتون کې د محصلانو معاونیت له لوري ۱۹ تنه ممتاز او د نمرو د لوړې فیصدي لرونکې محصلین د ځانګړو مراسمو پر مهال، د تحایفو او ستاینلیکونو په ورکړه وستایل شول.
په دې غونډه کې د پوهنتون مسؤلینو، استادانو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی ؤ.
غونډي ته د وینا پرمهال عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د وخت پر ارزښت او علمي پرمختګ باندې خبرې وکړې؛ او زیاته یې کړه چې الله تعالی ج انسان ته ډیر قدر او عزت ورکړی باالخصوص هغه چاته چې هغه مسلمانان دي او د الله ج په نزد هغه څوک بهتره دي چې هغه تقوا داره او د علم او پوهي خاوندان دي. نو ننۍ نړۍ چې کوم پرمختګ کړی د علومو له برکته یې کړی دی او درانګه یې ممتازو محصلینو ته د مبارکۍ ترڅنګ د لا زیاتو علمي بریاوو او پرمختګونو هیله څرګنده کړه.
همداراز د محصلانو مرستیال مفتي عزت الله نوري هم د علم، پوهې، دیني او عصري علومو په ارزښت خبري وکړې او ویې ویل چې ننۍ نړۍ د عصري علومو پر اساس دومره پرمختګ کړی؛ نو تاسو هم باید د نظام د بقأ لپاره شپه او ورځ پر ځانو یوه کړئ او خپل هیواد له نوري نړۍ سره سیال کړئ.
د غونډې په پای کې یادو ممتازو محصلینو ته د هغوی د غوره علمي لاسته راوړنو په ویاړ ستاینلیکونه او تحایف ورکړل شول او له هغوی څخه وغوښتل شول چې د علمي هڅو په دوام سره د هېواد د علمي او مسلکي پرمختګ په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه
۱۴۴۸/۰۴/۰۱ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۶/۲۳ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۱۴م
