غزني پوهنتون کې د پوهنځیو رئیسانو او څانګو آمرینو ته د کلني نظارت د راپور پېژندنې، ترتیب او اړوندو معیارونو د لا ښه پوهاوي په موخه یو ورځنی علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۴۵
bh

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت او تضمین کیفیت آمریت په ګډه همکارۍ، د پوهنځیو رئیسانو او څانګو آمرینو ته د کلني نظارت د راپور پېژندنې، ترتیب او اړوندو معیارونو د لا ښه پوهاوي په موخه یو ورځنی علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.
دغه سمینار چې د تضمین کیفیت عمومي مدیر دوکتور محمد مهدي رضایي او د کرنې پوهنځي استاد پوهندوي محمد مسعود نیکنام له لوري وړاندې شو؛ پکې ګډونوالو ته د کلني نظارت راپور د اهمیت، د راپور د معیاري ترتیب، د فعالیتونو د مستندسازۍ، د لاسته راوړنو او ننګونو د انعکاس او د اړوندو معلوماتو د منظم ثبت په اړه لازم علمي او عملي معلومات وړاندې شول.
همدارنګه د سمینار په ترڅ کې د پوهنځیو او څانګو د فعالیتونو د ارزونې او د کیفیت د لا ښه والي په موخه د کلني نظارت د راپور د اغېزمن چمتو کولو پر لارو چارو بحث وشو او د ګډونوالو پوښتنو ته اړوند ځوابونه وړاندې شول.
د یادونې وړ ده چې د نني سمینار موخه د مسؤلینو د راپور جوړونې ظرفیت لوړول، د فعالیتونو د دقیقې مستندسازۍ پیاوړتیا او د پوهنتون په علمي او اداري چارو کې د لا ډېر نظم او کیفیت رامنځته کول وو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 سه شنبه
۱۴۴۸/۰۳/۲۵ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۶/۱۷ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۰۸م

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

غزني پوهنتون کې د پوهنځیو رئیسانو او څانګو آمرینو ته د کلني نظارت د راپور پېژندنې، ترتیب او اړوندو معیارونو د لا ښه پوهاوي په موخه یو ورځنی علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت او تضمین کیفیت آمریت په ګډه همکارۍ، د پوهنځیو رئیسانو او څانګو آمرینو ته د کلني نظارت د راپور پېژندنې، ترتیب او اړوندو معیارونو د لا ښه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۲۷
Background image

غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د لومړي او دویم ټولګي ګڼ شمېر محصلینو ته د بریښنایې زده‌کړو د مهارتونو د پیاوړتیا او ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د لومړي او دویم ټولګي ګڼ‌شمېر محصلینو ته د بریښنایې زده‌کړو د مهارتونو د پیاوړتیا په موخه معلوماتي او روزنیز سمینار ترسره شو.
د سمینار د پیل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۵۷
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څخه راغلي هیئت له لوري اصلاحي او عقیدتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست رئیس شیخ صاحب حکمت الله حکمت او د محصلانو د انسجام او همغږۍ رئیس مفتي صاحب فضل کریم صدیقي په مشرۍ راغلي شپږ کسیز هیئت له لوري. . .

BACK TO NEWS