غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت نوبتي ناسته ترسره شوه؛ چې د پوهنتون د چارو لا پرمختګ، اداري نظم او شفافیت په اړه بحث او اړینې پرېکړې وشوې.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۴:۱۳
nm

قمري نېټه: شوال ١١، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: وری ٢١، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اپرېل ٩، ۲۰۲۵م

نن د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت ناسته د مالي اداري چارو د مرستیال مولوي محمد جاوید خالد په مشرۍ تر سره شوه، چې د یاد معاونیت ټولو اداري کارکوونکو پکې ګډون درلود.
ناسته د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته ښاغلي خالد د ناستې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه. نوموړې د پوهنتون د تقدس، د کارکوونکو د مسؤلیتونو او اړینو اصلاحاتو په اړه مهمې او ارزښتناکې خبرې وکړې. هغه څرګنده کړه، چې پوهنتون ته زموږ راتګ باید یوازې د الله جل جلاله د رضا لپاره وي، نه د شخصي یا مادي ګټو د ترلاسه کولو لپاره. نوموړې ټینګار وکړ، چې د پوهنتون ټول کارکوونکي باید خپل چلند د نبوي اخلاقو پر بنسټ سمبال کړي، څو ادارې چاپېریال مثبت، شفاف او د خدمت وړ وګرځي.
او زیاته یې کړه؛چې ټول آمریتونه او مدیریتونه مکلف دي، چې د تضمین کیفیت هغه معیارونه چې د لوړو زده کړو وزارت له لورې وضع شوي  په پوره ډول رعایت او تطبیق کړی. یاد معیارونه د علمي پرمختګ، ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو او د پوهنتون د اعتبار د لوړولو لپاره یو حیاتي اقدام دی. 
همدارنګه یې ټولو آمریتونو او مدیریتونو ته دنده ورکړه، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره خپل عملیاتي او کاري پلانونه د واقعي اړتیاوو، او د تیر کال د تجربو پر بنسټ ترتیب کړي. دغه پلانونه باید مشخص، او د ارزونې وړ اهداف ولري. دا پلانونه به د پوهنتون د عمومي پلان برخه وي او د رهبرۍ لخوا به تعقیب شي.
تر څنګ یې، آمریتونه او مدیریتونه مکلف دي چې خپل ربعوار  راپورونه د ټاکلي مهال‌ وېش سره سم ترتیب او د اړوند معاونیت سره په خپل وخت شریک کړي. 

د پوهنتون د پرمختګ لپاره د ځینو متفرقه موضوعاتو په اړه بحثونه وشول، او د اصلاحاتو، نظم، او شفافیت د لا ښه والي لپاره وړاندیزونه مطرح شول. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۸
Background image

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي محصلینو ته د شاګرد محورۍ ترعنوان لاندې یو ورځنی معلوماتي سیمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت په نوښت، د کرنې پوهنځي ۱۲۰ تنو محصلینو ته د شاګرد محورۍ تر عنوان لاندې یو ورځنی معلوماتي سیمینار ترسره شو.
یاد سیمینار د کرنې پوهنځي استاد پوهندوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته ترسره؛ او د ۱۴۰۴هـ ش کال د غوره څېړونکو د تقدیر ترڅنګ په یولړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا فوق‌العاده ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د اړوندو برخو مسئولینو په ګډون ترسره شوه.
ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۲
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او د یوې غیر فارغ ورکوونکې څانګې د ایجاد ترڅنګ په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته، د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او  ټولو غړو په ګډون ترسره شوه؛ چې پکې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د ارواپوهنې غیر فارغ. . .

BACK TO NEWS