غزني پوهنتون کې د تحقیقاتو آمریت د مرکزي کمېټې له لوري د ټولو پوهنځیو فرعي څېړنیزو کمېټو د چارو ارزونه تر سره شوه.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱۹
MK

قمري نېټه: محرم الحرام  ۱۰، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۱۵، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۶، ۲۰۲۵م

 د علمي څېړنو د کیفیت د لوړوالي، شفافیت، او همغږۍ د رامنځته کولو په موخه، د غزني پوهنتون د تحقیقاتو آمریت مرکزي کمېټې له لوري د پوهنتون ټولو پوهنځیو د فرعي څېړنیزو کمېټو د فعالیتونو ارزونه ترسره شوه. دا ارزونه د تحقیق پلان مطابق، د پوهنتون د علمي معیارونو د لوړولو او دوامداره پرمختګ لپاره ترسره شوه.
چې په ترڅ کې یې د فرعي څېړنیزو کمېټو د فعالیتونو شفاف ارزونه، د تحقیق په برخه کې د هر پوهنځي فعاله ونډه ارزول، د کمزوریو او قوتونو تشخیص او د راتلونکي لپاره وړاندیزونه او اصلاحات وړاندې کول
دی.
باید وویل شې چې دا ارزونه به د پوهنتون د څېړنیز موقف د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام وي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالي ورعاه د پنځو فرامينو د مجموعې سلګونه ټوکه جریده د عامه پوهاوي په ورکولو سره وويشل شوه.

غزني پوهنتون کې د منظم پلان له مخي د يوه درې کسيز هېئت چې په ترکيب کې يې د پوهنتون عمومي رئيس شيخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

پوهنتون کې استادانو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ پای ته ورسېده.

غزني پوهنتون کې د استادانو لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس او پوهاوي ځانګړې لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده. دغه روزنیز پروګرام د پوهنتون د عمومي رئیس شیخ مولوي. . .

BACK TO NEWS