غزني پوهنتون کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښه تطبیق کمېټې نوبتي ناسته تر شوه.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۲۲
bn

ورځ: سه شنبه
۲۱/ذالحجه/ ۱۴۴۶ه ق
۲۷/ جوزا / ۱۴۰۳ هـ ش
۱۷/ جون / ۲۰۲۵ ميلادي  

 تيره ورځ په غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ښه تطبیق کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه. یاده ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس، الحاج مولوي عبدالواسع منصور، په مشرۍ جوړه شوي وه، چې پکې د مالي او اداري چارو مرستیال، د دعوت او ارشاد آمریت آمر او کارکوونکو چارو آمر ګډون درلود.

د ناستې موخه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبیق څرنګوالي ته توجه کول او د دغې جریدې موادو ته کتنه او د هغو د عملي کېدو په موخه څار او د کمېټې د غړو ناسته د پوهنتون له اداري مسؤلینو سره تر څو دغه قانون په ښه توګه تطبیق او عملي شي
ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیدله.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۳
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر د شل تنه ممتاز او لوړې فیصدي لرونکو محصلینو د ستاینې غونډه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د علمي هڅونې او د زده‌کړو د کیفیت د لوړولو په موخه، د پوهنتون په کچه د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال د خزاني سمیستر د شلو تنو ممتازو او لوړې فیصدي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۱۵
Background image

غزني پوهنتون کې د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) د شخصیت، زعامت او کارنامو په اړه علمي سمینار وړاندې شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د علمي او فکري برنامو د لړۍ په دوام، د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) د شخصیت، زعامت، سیاسي بصیرت او تاریخي کارنامو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه. . .

BACK TO NEWS