غزني پوهنتون کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ په منظم ډول جریان لري.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۴:۲۱
rt

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد امریت له لوري  د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه اداري او خدماتي کارکوونکو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ په منظم او دوامدار ډول جریان لري.
یاده تدریسي لړۍ د دعوت او ارشاد د آمر مولوي رحمت الله خلیل له لوري په اونۍ کې هره یکشنبه او دوشنبه پر مخ وړل کېږي، چې پکې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون مهمې مادې، شرعي او ټولنیز اصول، د اداري اخلاقو ارزښت، د دندې پر مهال د اسلامي چلند مراعت، او د ټولنې په اصلاح کې د هر وګړي مسوولیتونه تشریح کېږي.
په ورته مهال اداري او خدماتي کارکوونکي هم د دغي تدریسي لړۍ هرکلی کوي او څرګندوي چې دغه درسونه د هغوی د دیني پوهې د زیاتوالي تر څنګ، د کاري مسوولیتونو په سم درک او ښه اجرأ کې ورسره مرسته کوي.
د یادونې وړ ده چې د دغو درسونو ترڅنګ د یاد آمریت له لوري ټاکل شوی نصاب هم اداري او خدماتي کارکوونکو ته په منظمه توګه هره اونۍ تدریس کیږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه ، ۱۴ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۴ جدې۱۴۰۴هـ ش

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۵هـ ش کال عمومي کانکور ازموینې د ترسراوي په موخه د ګډونوالو د بایومټریک پروسه په منظم ډول پیل شوه. مسؤلین وايې چې سږکال له غزني ولایت څخه ۳۷۲۰ تنه داوطلبان په دغه ازموینه کې ګډون کوي.

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د کانکور عمومي ازموینې د ترسراوي په موخه، د ګډونوالو د بایومټریک پروسه په منظم او ټاکل شوي وخت سره پیل شوه. دغه پروسه د ازموینوعمومي ادارې د تخنیکي ټیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې د محصلینو مسلکي وړتیاؤ لوړولو او د کارموندنې بازار ته د هغوی چمتو کولو په موخه د “سي وي لیکنې او بریالۍ مصاحبې” تر سرلیک لاندې روزنیز سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د ټولو پوهنځیو د څلورمو ټولګیو محصلینو د مسلکي وړتیاؤ لوړولو او د کارموندنې بازار ته د هغوی چمتو کولو په موخه د سي وي لیکنې او بریالۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۳
Background image

غزني پوهنتون د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال په اوږدو کې د بېلابېلو عایداتي سرچینو له لارې ټولټال ۱،۲۳۰،۲۶۴ افغانۍ عواید راټول کړي؛ او د اسلامي امارت بودیجې ته یې سپارلي دي.

غزني پوهنتون د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال په اوږدو کې د بېلابېلو عایداتي سرچینو له لارې ټولټال ( ۱،۲۳۰،۲۶۴ یو میلیون، دوه لکه، دیرش زره، دوه سوه، څلور شپېته ) افغانۍ عواید راټول کړي او د اسلامي. . .

BACK TO NEWS