غزني پوهنتون بیلابیلو پوهنځيو ته په دوهم جذب کې بریالي شویو یو شمېر محصلینو ته د پوهنتون له چاپېریال سره د بلدتیا په موخه معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۱:۵۷
vg

قمري نېټه: ربیع الثاني ،٢، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريزه نېټه: مېزان، ٣ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ٢٥ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري، د علمي او اداري مسوولینو په ګډون، بیلابیلو پوهنځیو ته په دوهم جذب کې بریالي شویو لسګونو محصلینو د هرکلي او د پوهنتون له چاپېریال سره د بلدتیا په موخه ځانګړی علمي سمینار ترسره شو.
د سمینار د پیل وینا پرمهال د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د نویو محصلینو هرکلی وکړ او هغوی ته یې د پوهنتون د علمي ارزښتونو، د لوړو زده‌کړو د تګلارې او د زده‌کړې پر مهال د نظم او دسپلین د ساتلو په اړه مهمې لارښوونې وړاندې کړې. او له محصلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې د نظام د بقاء لپاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړي او ځانونه په دیني او عصري زده کړو سمبال کړي، تر څو مو هیواد په هره برخه کې د نورو له هر ډول احتیاجه خلاص شي.
وروسته څو تنو استادانو دغو محصلینو ته د غزني پوهنتون پېژندنې، امکاناتو، د زده‌کړو بهیر، کتابتون او لابراتوارونو د استفادې، د محصلانو د خدماتو او د اکادمیکو اسانتیاوو، کريديټ سیستم، معلوماتي ټیکنالوژۍ د ازموینو لایحې اړوند مفصل معلومات وړاندې کړل.

د غونډې ګډونوالو د پوهنتون له دې نوښت څخه خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې داسې پروګرامونه کولی شي د نوي محصل لپاره د زده‌کړې په بهیر کې د لا بریا زمینه برابره کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالي ورعاه د پنځو فرامينو د مجموعې سلګونه ټوکه جریده د عامه پوهاوي په ورکولو سره وويشل شوه.

غزني پوهنتون کې د منظم پلان له مخي د يوه درې کسيز هېئت چې په ترکيب کې يې د پوهنتون عمومي رئيس شيخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

پوهنتون کې استادانو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ پای ته ورسېده.

غزني پوهنتون کې د استادانو لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس او پوهاوي ځانګړې لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده. دغه روزنیز پروګرام د پوهنتون د عمومي رئیس شیخ مولوي. . .

BACK TO NEWS