د غزني پوهنتون په لیلیه کې مېشتو محصلینو ته د علم فضیلت، د وخت ارزښت او دیني اصولو په اړه مهم علمي او تربیوي بیان وړاندې شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۵۵
mk

تېره شپه د غزني پوهنتون په مسجد کې د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لوري د محصلینو د فکري او علمي ودې په موخه یو ارزښتناک علمي او تربیوي بیان ترسره شو، د یاد علمي بیان پرمهال مفتي صاحب نوري د علم پر فضیلت، د وخت پر ارزښت او د دیني اصولو پر اهمیت هر اړخیزه وینا او معلومات وړاندې کړل؛ او ویې ویل چې علم د انسان د پرمختګ بنسټ دی او د اسلامي لارښوونو له مخې د علم حاصلول د هر مسلمان نارینه لپاره فرض ګڼل شوی دی. هغوی زیاته کړه چې ځوانان باید له شته فرصتونو اعظمي ګټه واخلي او خپل راتلونکی د زده‌کړې له لارې روښانه کړي.
همداراز يې د وخت پر ارزښت خبرې وکړې او محصلینو ته یې یادونه وکړه چې وخت یو نه جبرانېدونکې سرمایه ده. او زیاته يې کړه چې بریالي کسان هغه دي چې خپل وخت په سمه توګه تنظیم کړي او بې ځایه ضایع کېدو ته یې پرېنږدي. او په اخیر کې یې محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت لارښوونې بیان کړي چې پکې دیني ارزښتونو ته زیاته توجه، د استادانو احترام او په خپل منځ کې د اخوت او ورورولي ژوند تېرول او ځانونه په شرعي او محمدي طریقه جوړول شامل وو. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوالمکرم ۱۴ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۲ مه
۲۰۲۶م، مارچ اپریل ۱ اوله

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

غزني پوهنتون کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د «قربانۍ احکام او مسائل» نصاب تدریس ترسره شو.

 غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري اداري او خدماتي کارکوونکو ته د «قربانۍ احکام او مسائل» نصاب تدریس ترسره شو.
د یاد نصاب تدریس د دعوت ارشاد آمريت مبلغ مولوي محترم نظر محمد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۴۱
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او د محصلینو د حقوقو، استازیتوب او تګلارو تائیدي ترڅنګ په یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې دعلمي شورا نوبتي ناسته د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د یادې شورا ټولو غړو ګډون درلود.
ناسته د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

غزني پوهنتون ⁠کې محصلینو ته د تشبث، کاري فرصتونو ایجاد او اقتصادي پرمختګ تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي او مسلکي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون ⁠کې د علمې څېړنو او معاونیت په نوښت او د AELSO مؤسیسې له لوري محصلینو ته د “تشبث، کاري فرصتونو ایجاد او اقتصادي پرمختګ” تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي او مسلکي سمینار ترسره. . .

BACK TO NEWS