د غزني پوهنتون له عمومي کتابخانې سره د ۲۰۰ جلده په شاو او خوا کې د علمي، معلوماتي او څېړنیزو کتابونو مرسته وشوه.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۹:۱۸
ui

قمري نېټه: ذالحجه ۳۰، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۷، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جون ۲۸، ۲۰۲۵م

نن ورځ د غزني پوهنتون له عمومي کتابخانې سره د غزني لایت د افغان پُست د مسؤل معراج الدين غیرت په همکارۍ د علومو اکاډمې غړې آغلې څېړندوی سونیا صمیم هوتک له لوري د پوهنیزو او علمي منابعو د پراختیا په موخه د ۲۰۰ جلده بیلابیلو علمي، معلوماتي، څېړنیزو او مسلکي کتابونو مرسته د پوهې د ترویج، مطالعې فرهنګ پیاوړي کولو او محصلینو د علمي اړتیاوو د پوره کولو په هدف ترسره کړه.

په ورته مهال د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه او مسؤلینو له پوهنتون سره د ۲۰۰ جلده نویو کتابونو مرسته وستایله او دا یې د پوهنتون لپاره یو مهم پرمختګ وباله او زیاته یې کړه چې دغه ډول مرستې نه یوازې زموږ د کتابخانې علمي زیرمه پیاوړې کوي، بلکې زموږ محصلینو ته د مطالعې زمینه پراخوي. او له پوهنتون سره نورو دیته ورته مرستو په جلب کې هم مرسته کوي او دارنګه یې له مرسته کوونکې څخه ځانګړې مننه وکړه چې د پوهې د ترویج په برخه کې مرسته کوي.
په اخیر کې د غزني پوهنتون مشرتابه له ټولو هغو بنسټونو، شخصیتونو او نورو ادارو څخه غوښتنه وکړه چې د علم د خدمت لپاره دا لړۍ جاري وساتي او له غزني پوهنتون سره د داسې او نورو وسایلو او منابعو مرسته وکړي. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالي ورعاه د پنځو فرامينو د مجموعې سلګونه ټوکه جریده د عامه پوهاوي په ورکولو سره وويشل شوه.

غزني پوهنتون کې د منظم پلان له مخي د يوه درې کسيز هېئت چې په ترکيب کې يې د پوهنتون عمومي رئيس شيخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

پوهنتون کې استادانو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ پای ته ورسېده.

غزني پوهنتون کې د استادانو لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس او پوهاوي ځانګړې لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده. دغه روزنیز پروګرام د پوهنتون د عمومي رئیس شیخ مولوي. . .

BACK TO NEWS