غزني پوهنتون کې د شاوخوا ۱۶ میلیونه او ۸۴۸ زره افغانیو په ارزښت دوه مهمې پروژې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې د کرنې پوهنځي لپاره څېړنیز فارم شامل دی، چې په شل جریبه ځمکه جوړ شوی او د دویم فاز چارې به یې د روان کال په جریان کې پیل شي. همدارنګه، بله پروژه د غونډو عمومي تالار دی، چې د شاوخوا ۱۰۰۰ تنو د ناستې ظرفیت لري.
د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د غزني ولایت مقام استازو او د پوهنتون مسؤلینو په خپلو ویناوو کې د دغو پروژو له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د تدریس، څېړنې او اداري چارو په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي او د محصلینو لپاره به مناسب تحصیلي چاپېریال برابر شي.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۸ هـ ق د محرم الحرام ۸مه
۱۴۰۵ هـ.ش د سرطان ۳مه
