غزني پوهنتون کې د اداري چارو د اغېزمنتیا په موخه پنځو اداري بستونو ته نوي کسان معرفي شول.
غزني پوهنتون کې د اداري چارو د اغېزمنتیا او د چارو د ښه تنظیم په موخه پنځو اداري بستونو ته نوي کسان معرفي شول.
په دغه مراسمو کې د پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستیال او اړوندو کارکوونکو ګډون کړی و.
د یادو مراسمو پرمهال عمومي رئیس نویو ټاکل شوو مدیرانو ته د مبارکي ترڅنګ وویل چې په یوه اداره کې ادلون او بدلون د اسلامي نظام یو اصل دي نو تاسو باید خپلو در سپارل شوو مسؤلیتونو ته ښه متوجه شئ؛ او خپلې چارې د اصولو سره سم د صداقت، امانتدارۍ او په پوره ژمنتیا مخ ته یوسئ.
او همداراز د محصلانو چارو مرستیال هم یادو کارکوونکو ته مبارکي وویله او مننه يې ورڅخه وکړه چې د رهبري پریکړي ته یې لبیک وویل، او غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې د خپلو کارونو پرمهال د چا تر اغېز لاندې رانه شي او خپلې چاري په پوره ډاډ ترسره کړي.
وروسته د یادو مسؤلینو له لوري، سید حقیق احمد هاشمي د طب پوهنځي د تدریسي مدیر په توګه، شاکر احمد آزاد زوی د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د تدریسي مدیر په توګه، عین الله مخلص د کمپیوټر ساینس پوهنځي د تدریسي مدیر په توګه، مولوي سراج الدین د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د انسجام او همغږۍ مدیر په توګه او محمد رؤف خدام د محصلانو چارو معاونیت اړوند د فارغانو مدیر په توګه معرفي شول.
په پای کې مسؤلینو د نویو ګمارل شوو کسانو لپاره د خیر دعا او په چارو کې يې له الله تعالی ج څخه د کیامیابي غوښتنه وکړه.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۲۰ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۱۸ مه
۲۰۲۶م، مارچ ۹ مه
