غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مسؤلینو د تیر سمیستر د ځینو نیمګړتیاوو د تکرار مخنیوي او راتلونکې سمیستر د منظم پیل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۵
xc

غزني پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس مفتي محمد میرویس عبدالله د یاد پوهنځي د څانګو له آمرینو سره د تېر سمیستر د فعالیتونو د ارزونې، د نیمګړتیاوو د یاداوري او د راتلونکي سمیستر د منظم پیل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
د ناستي په پیل کې ښاغلي عبدالله په تیر سمیستر کې د استادانو مثبتو او منفي نقطو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه د څانګو آمرین او استادان دي د پوهنتون او پوهنځي د ودې او ترقي په موخه د راتلونکې سمیستر د درسي موادو په ترتیب د محصلینو ستونزو ته پر وخت رسیدنه او د تیرو نیمګړتیاوو د مخنیوي او د تدریس د کیفیت لوړول، د درسي پلانونو منظم تطبیق، د استادانو همغږي او د محصلینو علمي ملاتړ ته دې جدي توجه وشي څو مو تدریسي پلان په منظم ډول تطبیق شي.
وروسته د څانګو آمرینو د تیر سمیستر په جریان کې خپلي لاسته راوړنې او فعالیتونه ورسره شریک کړل او ویې ویل چې د راتلونکي سمیستر ټول درسي مواد او تدریسي چارې به د ترتیب شوي پلان او مهال‌وېش سره سم پر مخ ولاړې شي، څو د علمي نظم، شفافیت او مؤثریت فضأ لا پیاوړې شي.
د یادونې ده چې د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د هېواد له معتبرو علمي مرکزونو څخه دی، چې هر کال سلګونه محصلین په بېلابېلو څانګو کې روزي او فارغوي یې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۶ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۴ مه
۲۰۲۶م، فبروري ۲۳ مه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS