غزني پوهنتون کې مسؤلینو، استادانو او کارکوونکو او همداراز په یاد ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو، استادانو او کارکوونکو ته دری ورځنی دیني او اصلاحي سمینار پیل شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳۲
bn

غزني پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت له رسمي هدایت سره سم د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د غزني پوهنتون او همداراز د دغه ولایت د مسلم او خاتم النبیین خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو، استادانو او اداري کارکوونکو ته درې ورځنی دیني او اصلاحي سمینار پیل شو.
یاد سمینار د علمي، اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو د پیاوړتیا، د اسلامي فکر د ودې، د اصلاح او مسلکي مسؤلیت د احساس د لوړولو په موخه تنظیم شوی، چې پکې د غزني پوهنتون او یادو خصوصي تحصیلي بنسټونو ګڼ شمېر استادانو، علمي کادرونو او اداري کارکوونکو ګډون درلود.
د سمینار پیل د قرآن عظیم الشآن په مبارکو آیتونو سره وشو.
ورپسې عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د پیل د وینا پرمهال د دغه ډول علمي او دیني پروګرامونو ارزښت مهم وباله او ویې ویل، چې دا ډول سمینارونه د تعلیمي بنسټونو د سالم چاپېریال په رامنځته کولو، د استادانو او کارکوونکو د اخلاقي روزنې او د ټولنې د فکري اصلاح لپاره بنسټیز رول لري او له ګډونوالو څخه یې غوښتنه وکړه چې په یاد سمینار کې پر خپل وخت ګډون وکړي او موضوعات یې له ځان سره یاداښت او ولیکي.
وروسته د څلورو تنو شیوخو کرامو له لوري چې پکې د جهادي مدرسې استاد شیخ صاحب سخي داد؛  له لوري د اخلاص، زهد، تقوا او د نیت اصلاح او د علماوو شورا غړي شیخ صاحب یارمحمد له لوري د ایمان تعریف او د شعبو بیان او د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د اسلامي نظام اهمیت، فواید، اهداف او حفاظت او همداراز د جهادي مدرسې استاد شیخ صاحب نور محمد له لوري د تقلید حکم او د امام ابوحنیفه رح د مذهب او مناقبو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
 سمینار په دعایه ویلو سره پای ته ورسېد.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۲۴ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۴ جدې۱۴۰۴هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ.

پدغه پروګرام کې چې د غزني. . .

BACK TO NEWS