غزني پوهنتون عمومي رئیس د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره د علمي او تدریسي چارو د لاښه تنظیم په موخه ناسته ترسره کړه.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۳۹
bo

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه، چې موخه یې د استادانو د تعلیمي، تدریسي او اداري چارو ارزونه او لا ښه تنظیم و.
د ناستې په پیل کې عمومي رئیس د استادانو له هڅو او لاسته راوړنو مننه وکړه او د هغوی رول یې د علمي کچې لوړولو او د محصلینو د سالمې روزنې په برخه کې مهم وباله.
نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د تدریس کیفیت، د درسي نصاب پلي کول، د محصلینو سره دوامداره اړیکه او د وخت مراعتول د پوهنتون له اساسي لومړیتوبونو څخه دي. او زیاته یې کړه چې د کاري چارو څارنه د دې لپاره ترسره کېږي تر څو ستونزې پر وخت تشخیص او د حل لپاره یې لازم ګامونه واخیستل شي.
همداراز د شرعیاتو پوهنځي استادانو هم په وار وار خبرې وکړې، خپلې ستونزې، وړاندیزونه او نظریات یې له مشرتابه سره شریک کړل او د پوهنتون د رهبرۍ له همکارۍ او ملاتړ څخه یې مننه وکړه.
وروسته رئیس صاحب د یاد پوهنځي د چارو د ارزونې ترڅنګ د دغه پوهنځي د کتابتون او اړو ندو برخو څخه لیدنه ترسره کړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۳ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۳ جدې۱۴۰۴هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS