د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي دری کسیز هئیت غزني پوهنتون کې د لابراتوارونو لپاره د نویو اخیستل شوو توکو د کمیت او کیفیت څخه ارزونه ترسره کړه.
د لوړو زده کړو وزارت له لوري رالېږل شوي تخنیکي او ارزونکي هیئت نن د غزني پوهنتون اړوند د لابراتوارونو د توکو د کمیت او کیفیت ارزونه ترسره کړه. دغه هیئت چې د وزارت د اړوندو برخو متخصصین پکې شامل وو، د پوهنتون د مختلفو پوهنځیو لابراتوارونه یې په تفصیل سره وڅېړل او د موجودو وسایلو، نویو اخیستل شوو توکو او د هغوی د تخنیکي معیارونو په اړه یې لازمې څېړنې او ارزونې ترسره کړې.
په ورته مهال د غزني پوهنتون رهبري د یاد هیئت له راتګ څخه هرکلی وکړ او د پوهنتون د علمي کچې د لوړوالي لپاره یې د داسې ارزونو ترسره کېدل اړین وبلل. او راغلي هیئت ته یې د لابراتوارونو لپاره د اخیستل شویو توکو، موجودو اړتیاوو او د راتلونکو پلانونو په اړه مفصل معلومات ورکړل.
ارزونکي پلاوي د پوهنتون د ټولو لابراتوارونو لپاره د اخیستل شوو توکو څخه کتنه او ارزونه ترسره کړه او ویې ویل چې د ارزونې وروستۍ پایلې به د لوړو زده کړو وزارت سره، د لابراتوارونو د لا تجهیز او معیاري کولو په موخه شریکي شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه ، ۱۷ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۷ قوس۱۴۰۴ه ش
