غزني پوهنتون عمومي رئیس د اداري پرمختګ او کارونو د ودي په موخه د مالي او اداري چارو معاونیت او اړوندو آمریتونو د چارو ارزونه ترسره کړه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۱۹
yu

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د اداري پرمختګ او کارونو د ودي په موخه د مالي او اداري چارو معاونیت او اړوندو آمریتونو د کارونو ارزونه ترسره کړه.
د یادي ارزونې پرمهال ښاغلي محسن د دغه معاونیت په اهمیت خبري وکړې او زیاته یې کړه چې باید هر کارکوونکي د بیت المال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
وروسته یې د دغه معاونیت او اړوندو آمریتونو او عمومي مدیریتونو د اداري چارو د ارزونې ترڅنګ د زېربنایې پرژو، د کارکوونکو د حاضري، په پوهنتون کې د روانو پرژو څخه د نظارت او د پوهنتون د ودانیو، وسایطو او وسایلو د ساتنې په اړه یې هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه. چې په پای کې د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي له لوري د دغه معاونیت اړوند ترسره شویو کړنو او لاسته راوړنو راپور یې ورسره شریک کړل؛ او دارنګه یې د ځینو ستونزو او غوښتنو یاداوري هم وکړه چې د عمومي رئیس له لوري ورته د ژر حل او ترسراوي ډاډ ورکړل شو.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 دوشنبه ، ۱۰ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۰ قوس
 ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS