غزني پوهنتون کې استادانو ته، د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو جریدې تدریس ترسره شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۳:۳۱
tp

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن له لوري استادانو ته د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو جریدې تدریس ترسره شو. 
د تدریس پر مهال شیخ صاحب د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د ښه تطبیق په موخه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل؛ او زیاته یې کړه چې د هېواد په علمي بنسټونو کې د اسلامي لارښوونو اغېزمن تطبیق د ټولنې د فکري روزنې لپاره اړین ګام دی. هغه ټینګار وکړ چې استادان باید د نصاب تر څنګ د اسلامي اصولو په روښانه تشریح کې مخکښ رول ولوبوي.
په پای کې ناسته د دعا په ویلو سره ختمه شوه، او ټینګار وشو چې د ذکر شویو لارښوونو علمي څېړنه، تدریس او تطبیق به د پوهنتون د اصلاحاتو په بهیر کې مهم رول ولري.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه ، ۹ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۹ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS