د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د دغه پوهنتون د رهبري له مسؤلینو سره د پېژندنې او د ادارې د لا ښې همکاري په موخه ناسته ترسره کړه

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۳:۴۶
yp

نن ورځ د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ عبدالمالک محسن د یاد پوهنتون د څلورګونو معاونیتونو له معاونینو او د پوهنځیو له رئیسانو سره د پېژندنې او ادارې د لا ښې همکارۍ، انسجام او د کیفیت د لوړولو په موخه د همغږۍ ځانګړې ناسته ترسره کړه.  

د دغي ناستې پر مهال شیخ صاحب د پېژندنې ترڅنګ   د مسؤلیت اړوند خبري وکړې او ویې ویل چې باید ټول مسؤلین په خپله برخه کې له ټولو ماتحت کارکوونکو سره یو رقم چلند وکړي، او دارنګه عاجزي کول او له تکبر، بد ګماني څخه ځانونه وساتي او د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرامین، احکام پریکړې لومړی په خپلو ځانونو عملي کړي او له مسؤلینو يې غوښتنه وکړه چې د وظیفوي تداخل مخنیوی وکړي او د پوهنتون ټولي چارې په شې همغږۍ مخته یو سي؛ او د بیت المال څخه په ښه ټوګه ساتنه وکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۵ جمادی الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق— ۵ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS