د غزني پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته ترسره شوه؛چې پکې د ناسمو رواجونو په اړه د امیرالؤمنین حفظه الله تعالی د وروستني فرمان د تطبیق ،عامه پوهاوي او یولړ نور موضوعاتو اړوند لازمي پریکړي وشوې .

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۲:۴۱
xc

قمري نېټه: شوال ١٢، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: وري ٢١، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اپرېل ١٠، ۲۰۲۵م

د غزني پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته د یاد پوهنتون د عمومي رئیس الحاج عبدالواسع منصور په مشرۍ ترسره شوه؛ چې پکې د ناسمو رواجونو په اړه د امیرالؤمنین حفظه الله تعالی د وروستني توشېح شوي فرمان او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه د بحث ترڅنګ لازمي پریکړي وشوې.
د ناستې په پیل کې د تیري رهبري شورا پرېکړې و ارزول شوې، او د هغو د تطبیق څرنګوالی ته کتنه وشوه.
دارنګه د ننۍ اجنډا سره سم د ناسمو رواجونو په اړه د امیرالؤمنین حفظه الله تعالی د وروستني پنځه ماده یيز فرمان د تطبیق، تشریح کولو او خلکو ته د عامه پوهاوي ورکولو او د مخکینیو فرمانونو له تطبیق څخه څارنه، د ۱۴۰۴ لمریز کال د انکشافي پروژو پیل: په دې برخه کې د څېړنیز فارم، د پوهنتون د جومات پراخوالي او د جمنازیوم د جوړېدو موضوعات مطرح او پرې لازم تصمیمونه ونیول شول.
او تر څنګ یې د محصلینو د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د لیلیې فعالولو اړوند خبرې اترې وشوې او د امکان تر بریده د اسانتیاوو برابرولو ژمنه وشوه.
او د تعلیم او تربیې پوهنځي د کتابخانې جوړول: د یاد پوهنځي د کتابخانې د جوړولو اړتیا وارزول شوه او پرېکړه وشوه چې د اړتیا وړ امکانات برابر شي.
په پای کې، په یو شمېر متفرقه او مهمو موضوعاتو هم بحث وشو او په اړوند یې لازمي پریکړي ترسره شوې.
 ناسته په دعایې سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS