غزني پوهنتون او د یاد ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست سره د ګډو علمي همکاریو د تړون په اساس ( د نیالګي په کېنولو سره چاپېریال وژغورئ) تر سرلیک لاندې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۹:۴۹
cb

ورځ: دوشنبه

نیټه: ١٠ رمضان المبارک ۱۴۴۶ هـ.ق

٢٠ کب ۱۴۰۳ هـ.ش

١٠ مارچ ۲۰۲۵ م

نن غزني پوهنتون او د دغه ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د ګډو علمي همکاریو د تړون په اساس د د نیالګیو په کینولو سره چاپیریال وژغورئ تر عنوان لاندې، د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره کړ.

یاد مراسم د پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شول، چې پکې د غزني ولایت محترم والي صاحب، د چاپیریال ساتنې ریاست رئیس او استازو، د غزني پوهنتون عمومي رئیس صاحب او د دې پوهنتون، استادانو،اداري کارکوونکو او محصلینو پکي ګډون کړی وو.

غونډه د قران کریم په مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه،ورپسې د غزنی پوهنتون عمومی رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له استازو مننه وکړه چې د پاک چاپېریال د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.

ښاغلي منصور د نیالګیو کېنولو ارزښت ته اشاره وکړه، او ویې ویل چې ونې نه یوازې د انساني ټولنې، بلکې د ټولو ژونديو موجوداتو لپاره حیاتي اهمیت لري. همداراز، د اسلامي لارښوونو له مخې د نیالګیو کېنول یو ستر اجر لري.

او زیاته یې کړه،په دې کمپاین کې د پوهنتون د شته شنو سیمو پراخولو ته ځانګړې پاملرنه وشوه، او ګډونوالو ته د نیالګیو د سمې ساتنې او پالنې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

ښاغلی منصور ټینګار وکړ چې د پوهنتون ټول استادان، محصلین او کارکوونکي باید د پوهنتون د ښکلا او زرغونتیا لپاره لاس په کار شي، ترڅو دا علمي بنسټ د نورو لپاره یوه نمونه وګرځي.

ورپسې د نیالګیو د کېنولو د کمپاین په اړه، د چاپېریال ساتنې ریاست رئیس محترم مولوي عبدالرحمن عرفان وویل

زه د پوهنتون له محترمې رهبرۍ مننه کوم چې د دې مهم کمپاین په ترسره کولو کې یې همکاري وکړه. الله تعالی دې زموږ دا هڅې قبولې کړي او زموږ ټولنه دې د زرغون او پاک چاپېریال څخه برخمنه کړي.

زموږ موخه دا ده چې خپل چاپېریال وساتو، ځکه چې دا زموږ دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤولیت دی. دا ورځ یوازې د نیالګیو کېنولو لپاره نه ده، بلکې زموږ هدف دا دی چې عام ولس ته د چاپېریال ساتنې ارزښت ورسول شي او هغوی تشویق کړو ترڅو نیالګي کېنوي او د زرغون چاپېریال په جوړولو کې ونډه واخلي.

د دې ډول ناستو بله مهمه موخه دا ده چې محصلین د چاپېریال ساتنې پیغام نورو ته ورسوي، ځکه چې د ټولنې راتلونکی د علمي قشر په لاس کې دی. اسلامي امارت هر کال د دې ډول غونډو او کمپاینونو له لارې عامه پوهاوی زیاتوي، ترڅو خلک د چاپېریال د ساتنې په اړه عملي ګامونه واخلي.

د راتلونکي کال لپاره، موږ پلان لرو چې په غزني ولایت کې ۱۲ لکه (۱.۲ میلیون) نیالګي کېنوو، چې دا به د سیمې د زرغونتیا او چاپېریالي توازن لپاره یو مهم ګام وي.

په اخیر کې د یاد پوهنتون د کرنې پوهنځی استاد پوهندوي احسان الله کامران د نیالګې په کینولو سره چاپیریال وژغورئ تر عنوان لاندې ترتیب کړی پریزینټېشن ارآیه کړو.

د مراسمو په پای کې، ګډونوالو په ګډه نیالګي کېنول، او ژمنه یې وکړه چې د زرغون چاپېریال د رامنځته کولو لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.

د غزني پوهنتون مشرتابه دا ډول برنامې د پوهنتون د پرمختګ او چاپېریال ساتنې لپاره مهمې بولي او د ټولو ښکېلو اړخونو له همکاریو څخه مننه کوي.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ.

پدغه پروګرام کې چې د غزني. . .

BACK TO NEWS