غزني پوهنتون او د یاد ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست سره د ګډو علمي همکاریو د تړون په اساس ( د نیالګي په کېنولو سره چاپېریال وژغورئ) تر سرلیک لاندې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۹:۴۹
cb

ورځ: دوشنبه

نیټه: ١٠ رمضان المبارک ۱۴۴۶ هـ.ق

٢٠ کب ۱۴۰۳ هـ.ش

١٠ مارچ ۲۰۲۵ م

نن غزني پوهنتون او د دغه ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د ګډو علمي همکاریو د تړون په اساس د د نیالګیو په کینولو سره چاپیریال وژغورئ تر عنوان لاندې، د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره کړ.

یاد مراسم د پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شول، چې پکې د غزني ولایت محترم والي صاحب، د چاپیریال ساتنې ریاست رئیس او استازو، د غزني پوهنتون عمومي رئیس صاحب او د دې پوهنتون، استادانو،اداري کارکوونکو او محصلینو پکي ګډون کړی وو.

غونډه د قران کریم په مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه،ورپسې د غزنی پوهنتون عمومی رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له استازو مننه وکړه چې د پاک چاپېریال د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.

ښاغلي منصور د نیالګیو کېنولو ارزښت ته اشاره وکړه، او ویې ویل چې ونې نه یوازې د انساني ټولنې، بلکې د ټولو ژونديو موجوداتو لپاره حیاتي اهمیت لري. همداراز، د اسلامي لارښوونو له مخې د نیالګیو کېنول یو ستر اجر لري.

او زیاته یې کړه،په دې کمپاین کې د پوهنتون د شته شنو سیمو پراخولو ته ځانګړې پاملرنه وشوه، او ګډونوالو ته د نیالګیو د سمې ساتنې او پالنې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

ښاغلی منصور ټینګار وکړ چې د پوهنتون ټول استادان، محصلین او کارکوونکي باید د پوهنتون د ښکلا او زرغونتیا لپاره لاس په کار شي، ترڅو دا علمي بنسټ د نورو لپاره یوه نمونه وګرځي.

ورپسې د نیالګیو د کېنولو د کمپاین په اړه، د چاپېریال ساتنې ریاست رئیس محترم مولوي عبدالرحمن عرفان وویل

زه د پوهنتون له محترمې رهبرۍ مننه کوم چې د دې مهم کمپاین په ترسره کولو کې یې همکاري وکړه. الله تعالی دې زموږ دا هڅې قبولې کړي او زموږ ټولنه دې د زرغون او پاک چاپېریال څخه برخمنه کړي.

زموږ موخه دا ده چې خپل چاپېریال وساتو، ځکه چې دا زموږ دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤولیت دی. دا ورځ یوازې د نیالګیو کېنولو لپاره نه ده، بلکې زموږ هدف دا دی چې عام ولس ته د چاپېریال ساتنې ارزښت ورسول شي او هغوی تشویق کړو ترڅو نیالګي کېنوي او د زرغون چاپېریال په جوړولو کې ونډه واخلي.

د دې ډول ناستو بله مهمه موخه دا ده چې محصلین د چاپېریال ساتنې پیغام نورو ته ورسوي، ځکه چې د ټولنې راتلونکی د علمي قشر په لاس کې دی. اسلامي امارت هر کال د دې ډول غونډو او کمپاینونو له لارې عامه پوهاوی زیاتوي، ترڅو خلک د چاپېریال د ساتنې په اړه عملي ګامونه واخلي.

د راتلونکي کال لپاره، موږ پلان لرو چې په غزني ولایت کې ۱۲ لکه (۱.۲ میلیون) نیالګي کېنوو، چې دا به د سیمې د زرغونتیا او چاپېریالي توازن لپاره یو مهم ګام وي.

په اخیر کې د یاد پوهنتون د کرنې پوهنځی استاد پوهندوي احسان الله کامران د نیالګې په کینولو سره چاپیریال وژغورئ تر عنوان لاندې ترتیب کړی پریزینټېشن ارآیه کړو.

د مراسمو په پای کې، ګډونوالو په ګډه نیالګي کېنول، او ژمنه یې وکړه چې د زرغون چاپېریال د رامنځته کولو لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.

د غزني پوهنتون مشرتابه دا ډول برنامې د پوهنتون د پرمختګ او چاپېریال ساتنې لپاره مهمې بولي او د ټولو ښکېلو اړخونو له همکاریو څخه مننه کوي.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو ته د یاد پوهنځي د ستراتیژیک پلان د پېژندنې او تشریح په موخه زده کړه ییز سیمینار وړاندې شو.

قمري نېټه: ذالقعده ۲۰، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: ثور ۲۸، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: می ۱۸، ۲۰۲۵م

   تېره ورځ په غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو ته د دغه پوهنځي د ستراتیژیک پلان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۴:۲۶
Background image

غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي د ټولو صنفونو محصلینو ته د یاد پوهنځي د ستراتیژیک پلان د پېژندنې او تشریح په موخه روزنیز سیمینار ترسره شو.

قمري نېټه: ذالقعده ۱۵، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: ثور ۲۳، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: می ۱۳، ۲۰۲۵م

 نن ورځ په غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي د ټولو صنفونو محصلینو ته د یاد پوهنځي د ستراتیژیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

غزني پوهنتون کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د جهاد د فرضیت شرطونو، مقاصدو او محرماتو اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو.

قمري نېټه: ذلقعده ۱۴، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمریزه نېټه: ثور ۲۲ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
میلادي نېټه: می ۱۲، ۲۰۲۵م

نن ورځ د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د. . .

BACK TO NEWS