د ترکیې ټیکا خیریه بنسټ استازي فاضل اکن اردوغان د غزني پوهنتون څخه د لیدنې ترڅنګ، له مسؤلینو څخه په دغه پوهنتون کې د شته او وړ ضرورتونو پوښتنه وکړه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۹:۵۴
as

ورځ: یکشنبه

نیټه: ٩ رمضان المبارک ۱۴۴۶ هـ.ق

١٩ کب ۱۴۰۳ هـ.ش

٩ مارچ ۲۰۲۵ م

نن ورځ د ترکیې ټیکا خیریه بنسټ استازي فاضل اکن اردوغان د غزني پوهنتون څخه د لیدني ترڅنګ د دغه پوهنتون له رهبرۍ او مسؤلینو سره ناسته تر سره کړه. په ناسته کې د پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د راغلي پلاوي راتګ ته ښه راغلاست او تود هرکلی وویل، او له هغه څخه یې د پوهنتون څخه د لیدنې له امله مننه وکړه. او زیاته یې کړه چې د ترکیې هیواد وګړي او افغانان ځانګړي مذهبي مناسبات لري او د دوی له تلپاتو خیریه کارونو او مرستو یې ځانګړې مننه وکړه.

او همدارنګه یې د پوهنتون په عمومي وضعیت هر اړخیز معلومات ورسره شریک کړل او ویې ویل چې د امارت په راتګ سره په پوهنتون کې د استادانو، محصلینو هر ډول ستونزي حل شوې، د درسونو کیفیت لا ښه شوی. او ترڅنګ د ځینو مهمو ضرورتونو یادونه یې وکړه، لکه

د اداري او تدریسي بلاکونو نشتوالي

د پوهنتون د داخلي سرکونو ناسم وضعیت

د منظم او سمسور چاپېریال نشتون

هغه زیاته کړه چې د یادو ستونزو حل به د پوهنتون د پرمختګ لپاره حیاتي وي، او هیله یې څرګنده کړه چې خیریه بنسټونه او اړوند ادارې به د دې ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

وروسته د ترکی خیریه بنسټ استازي فاضل اکن اردوغان د پوهنتون له لیدنې خوښي وښوده او ویې ویل چې دوی له مخکې اراده درلوده چې له دغه پوهنتون څخه لیدنه وکړي او د شته ضرورتونو یې پوښتنه وکړي، خو د زیاتو مصروفیتونو له کبله ونه توانیدل او زیاته یې کړه چې ددوی سفیر هم پلان لري چې دغه مهم پوهنتون ته راشي او هغه وړ ضرورتونه مشخص او په رفع کولو کې یې رسمي کړنه ترسره کړي.

په اخیر کې دغه پلاوي د پوهنتون له رهبرۍ سره د هر راز همکارۍ هیله څرګنده کړه. او ژمنه یې وکړه چې د غزني پوهنتون او ولایت ته به بیا هم سفر وکړي.

دا لیدنه د غزني پوهنتون او خیریه بنسټونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو لپاره یو مهم ګام و. تمه ده چې د دې لیدنې پایلې به د پوهنتون د ستونزو د حل لپاره مثبتې اغېزې ولري.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ.

پدغه پروګرام کې چې د غزني. . .

BACK TO NEWS