غزني پوهنتون کې له محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د پنځو فرامینو د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان او ممتاز محصلین یې وستایل شول.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۳
xd

غزني پوهنتون کې د محصلانو معاونیت له لوري له محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د پنځو فرامینو په اړه د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان او ممتاز محصلین د دوی د غوره علمي هڅو او لاسته راوړنو د هڅونې په موخه په ځانګړو ډالیو وستایل شول.
غونډې ته د وینا پرمهال عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن وویل چې نظام موشرعي او یو مو آمر دی، اطاعت یې پر موږ او تاسو باندې واجب ده نو کوم فرمانونه چې راځي ټول شرعي دي لومړی خپل ځانونه پرې پوه او وروسته یې پر خپل ځان او کورنیو تطبیق کړو ځکه دا مو د دنیا او اخیرت نیکمرغي او محصلین یې وهڅول، چې د علمي او فکري ودې ترڅنګ د خپلو زده‌کړو په بهیر کې لا زیاتې هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د دې ډول پروګرامونو موخه د محصلینو هڅونه، د هغوی د زده‌کړې د کچې لوړول او د علمي سیالیو د روحیې پیاوړتیا ده.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
شنبه
۱۴۴۸/۰۴/۲۸ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۷/۱۹ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۰/۱۱م

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۷
Background image

د کرنیزو کاروبارونو د طرحو جوړولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه په سل کرنیز کاروبارونه کتاب کې ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د غوره او عملي کرنیزو کاروباري طرحو د رامنځته کولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه د «سل کرنیز کاروبارونه» کتاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د ۲ میلیونه او ۴۶۸ زره افغانیو په ارزښت په غزني پوهنتون کې د ترمیم او رنګمالۍ چارې پیل شوې.

په دې پروژه کې د غزني پوهنتون د ټولو تدریسي او اداري ودانیو ترمیم، رنګمالي او د کرنې پوهنځي لپاره د سیپټیک څاه جوړول شامل دي، چې لګښت یې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

BACK TO NEWS