غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي استادانو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د پیاوړتیا په موخه د ماخذ لیکنې اړوند علمي سمینار ترسره شو.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۹:۱۶
zq

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي استادانو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د پیاوړتیا په موخه د ماخذ لیکنې اړوند علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.
په دغه سمینار کې استادانو ته د علمي څېړنو او مقالو په لیکنه کې د معتبره علمي سرچینو د موندلو، د سرچینو د سمې کارونې، په متن کې د ماخذ ورکولو (Citation) او د مراجعو د منظم ترتیب (Reference List) په اړه اړین معلومات او عملي لارښوونې وړاندې شوې.
دغه سمینار د یاد پوهنځي استاد ښاغلي دوکتور محمد آمین عمري له لوري وړاندې شو چې په ترڅ کې یې په ماخذ لیکنه کې د استفاده کیدونکو سافټویرونو  لکه (زوټیرو او مینډلي)
 او د ماخذ لیکنې مختلف سټیلونه، د اصولو مراعات، د علمي امانتدارۍ ارزښت او په څېړنیزو لیکنو کې د معیاري مراجعو کارول هم تشریح شول. همدارنګه، د ګډونوالو پوښتنو ته د موضوع اړوند لازم وضاحتونه ورکړل شول.
د غزني پوهنتون مسؤلین هڅه کوي چې د ورته علمي او مسلکي پروګرامونو له لارې د استادانو څېړنیز ظرفیت لوړ او د علمي لیکنو کیفیت لا پیاوړی کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
پنج شنبه
۱۴۴۸/۰۳/۲۰ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۶/۱۲ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۰۳م

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۷
Background image

د کرنیزو کاروبارونو د طرحو جوړولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه په سل کرنیز کاروبارونه کتاب کې ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د غوره او عملي کرنیزو کاروباري طرحو د رامنځته کولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه د «سل کرنیز کاروبارونه» کتاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د ۲ میلیونه او ۴۶۸ زره افغانیو په ارزښت په غزني پوهنتون کې د ترمیم او رنګمالۍ چارې پیل شوې.

په دې پروژه کې د غزني پوهنتون د ټولو تدریسي او اداري ودانیو ترمیم، رنګمالي او د کرنې پوهنځي لپاره د سیپټیک څاه جوړول شامل دي، چې لګښت یې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

BACK TO NEWS