غزني پوهنتون کې له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون او د لمانځه د اقامې فرمان ازموینه ترسره شوه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۷
er

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اسلامي او اداري ارزښتونو د لا پیاوړتیا او د نافذه قوانینو د ښه تطبیق په موخه، له علمي کادر، اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون او د لمانځه د اقامې فرمان ازموینه ترسره شوه.
یاده ازموینه د اړوندو مسؤلینو تر څارنې لاندې په منظم او شفاف ډول ترسره شوه، چې موخه یې د یاد قانون او فرمان د احکامو په اړه د استادنو او کارکوونکو د پوهاوي کچې ارزونه، د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا او په ورځنیو اداري چارو کې د هغو د عملي پلي کېدو زمینه برابرول وو.

باید وویل شي چې دغه قانون او فرمان د دعوت او ارشاد آمریت له لوري استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته له درساً ویلو وروسته یې نن ورځ عمومي ازموینه ترسره شو. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه
۱۴۴۸/۰۲/۱۹ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۵/۱۲ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۸/۰۳م

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۷
Background image

د کرنیزو کاروبارونو د طرحو جوړولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه په سل کرنیز کاروبارونه کتاب کې ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د غوره او عملي کرنیزو کاروباري طرحو د رامنځته کولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه د «سل کرنیز کاروبارونه» کتاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د ۲ میلیونه او ۴۶۸ زره افغانیو په ارزښت په غزني پوهنتون کې د ترمیم او رنګمالۍ چارې پیل شوې.

په دې پروژه کې د غزني پوهنتون د ټولو تدریسي او اداري ودانیو ترمیم، رنګمالي او د کرنې پوهنځي لپاره د سیپټیک څاه جوړول شامل دي، چې لګښت یې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

BACK TO NEWS