غزني پوهنتون کې د محصلینو د علمي پوهاوي او چاپېریالي مسؤلیت د پیاوړتیا په موخه، د «چاپېریال پر وړاندې ګواښوونکې ستونزې او د هغوی حل لارې» تر عنوان لاندې معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۲۳
we

غزني پوهنتون کې د چاپېریال ساتنې فني هیئت له لوري، د محصلینو د علمي پوهاوي او چاپېریالي مسؤلیت د پیاوړتیا په موخه، د «چاپېریال پر وړاندې ګواښوونکې ستونزې او د هغوی حل لارې» تر عنوان لاندې معلوماتي سمینار ترسره شو.

یاد سمینار د کرنې پوهنځي د استاد پوهندوی حشمت الله سایس له لوري وړاندې شو؛ چې پرمهال یې د چاپېریال د ککړتیا، د طبیعي سرچینو د بې‌رویې کارونې، د ځنګلونو له منځه تلو، د اقلیمي بدلونونو او د کثافاتو د ناسم مدیریت په څېر مهمو ستونزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

او همدارنګه یې، ګډونوالو ته د چاپېریال ساتنې لپاره د ونو کینولو، د عامه پوهاوي د کچې لوړولو، د کثافاتو د منظم مدیریت، د طبیعي سرچینو د مسؤلانه استفادې او د پاک چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې عملي سپارښتنې او حل لارې بیان کړې.

او ټینګار یې وکړ چې د سالم او پاک چاپېریال ساتنه د ټولنې د هر وګړي ګډ مسؤلیت دی او محصلین کولای شي د چاپېریالي ستونزو د مخنیوي او د عامه پوهاوي د پراختیا په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.

هېره دي نه وي چې دې ته ورته علمي او معلوماتي سمینارونه د محصلینو د پوهې او مسؤلیت احساس په پیاوړتیا کې مهم رول لري چې د غزني پوهنتون رهبرۍ هڅه کوي ترڅو د محصلینو د فکري پوهي د پیاوړتیا او د عامه پوهاوي په موخه د سمینارونو لړۍ دوامداره وساتي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

ورځ او نېټه: شنبه

۴/۰۱/۱۴۴۸ه ق

۳۰/۰۳/۱۴۰۵ه ش

۲۰/۰۶/۲۰۲۶م

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS