د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشتو محصلینو غوښتنو او ستونزو د اورېدو او د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه له لیليې څخه لیدنه ترسره شوه.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۰
as

تېره شپه د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د محصلینو د ستونزو د اورېدو، د هغوی د غوښتنو د ارزونې او همدارنګه د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره کړه.
په دغه لیدنه کې، مفتي صاحب نوري، له نیږدې په لیلیه کې د اوسېدونکو محصلینو وضعیت وڅېړه، د هغوی ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه یې واورېدل او ډاډ یې ورکړ چې د شته امکاناتو په چوکاټ کې به ورته لازمې اسانتیاوې برابرې شي دارنګه یې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي پر اهمیت هم ټینګار وکړ، او له محصلینو یې وغوښتل چې د نظم، اخلاقو او اسلامي اصولو رعایت ته جدي پاملرنه وکړي. او ويې ویل چې پوهنتون نه یوازې د علمي ودې مرکز دی، بلکې د سالمو ارزښتونو د ترویج ځای هم دی.
 محصلینو هم خپل نظریات او ستونزې په اړوند برخه کې شریکې او مننه یې ورڅخه وکړه چې پر وخت د دوی ستونزو ته رسېدنه کیږي.
دا ډول لیدنې د پوهنتون د ادارې او محصلینو ترمنځ د باور فضا پیاوړې کوي او د ستونزو د حل لپاره یو اغېزناک ګام بلل کېږي.

 نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: پنج شنبه 
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ١٣ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور ١٠ مه
۲۰۲۶م، اپریل ٣٠ مه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

BACK TO NEWS