غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د اصلاحي او عقیدوي درسونو لړۍ پیل شوه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
bh

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اداري کارکوونکو لپاره د اصلاحي او عقیدوي درسونو لړۍ پیل شوې.
د دغو درسونو موخه د اداري کارکوونکو د دیني پوهې پیاوړتیا، اخلاقي ارزښتونو ته وده ورکول او په کاري چاپېریال کې د اسلامي اصولو ترویج دی.
د یادو درسونو د پیل سره سم د دعوت او ارشاد آمریت مسؤلینو وویل چې دا ډول پروګرامونه د ادارې کارکوونکو اصلاح، د کاري نظم د ښه والي او د کارکوونکو ترمنځ د مثبتې فضا د رامنځته کولو لپاره مهم دي.
باید وویل شي چې یاد درسونه به په منظم ډول د هرې اونۍ په درېیو ورځو کې ترسره کېږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ١٩ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ١٧ مه
۲۰۲۶م، اپریل ٦ مه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS