غزني پوهنتون کې د کارکوونکو او محصلینو ستونزو ته د رسېدنې او اضافي اطاقونو د تثبیت په موخه د پوهنتون له ټولو ودانیو څخه لیدنه ترسره شوه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۵۹
yu

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شيخ عبدالهادي ذوالهادي او ورسره پلاوي د پوهنتون د کارکونکو او محصلینو د ځای د ستونزو د حلولو او اضافي اطاقونو د تثبیت په موخه د پوهنتون له ټولو ودانیو  لیدنه ترسره کړه. د لیدنې موخه د پوهنتون د ودانیو د وضعیت ارزول او د موجودو ستونزو لپاره عملي حل لارې موندل وو.
د لیدنې پر مهال، د بلاکونو فزیکي حالت، د دفترونو او اطاقونو وضیعت او نوري برخې له نیږدې وکتل شوې. ترڅو اضافي او خالي اطاقونه تثبیت او د کارکوونکو او محصلینو د ځای ستونزه حل شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوالمکرم ۱۹ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۷ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۶ مه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS