محصلانو چارو معاون ژوندلیک
د غزنی پوهنتون محصلانو چارو مرستیال پوهنمل احمد رضا صالحی بیوګرافی
پوهنمل احمدرضا صالحی د الحاج محمد صالح زوی په کال ۱۳۵۹ ه .ش چی د ۱۹۸۰ میلادی کال سره سمون لری د غزنی ولایت په یوه متدینه او روښن فکره کورنی کښی دی نړی ته سترګی غړولی. دینی زده کړی تر صرف بهایی پوری په خپل استوګنڅای کښی لوستی . لومړنی ، منځنی او تر یولسم ټولګی پوری زده کړی یی د غزنی ولایت د استاد عبدالغفور عالی لیسه کښی لوستی، په کال ۱۳۸۱ کښی پاکستان کویټه ښار ته لاړ او دولسم ټولګی یی هلته د عالی نور په عالی لیسه کښی پای ته ورسوله. په کال ۱۳۸۲ ه.ش. په بریا سره د کانکور ازموینه دلاری د کابل پوهنتون کرنی پو هنځی ته بریالی شو. په کال ۱۳۸۵ د یادی پوهنځی څخه په کادری نمرو فارغ شو. نوموړی یوکال په مختلفو اداراتو کښی دنده ترسره کړه وروسته په کال ۱۳۸۷ د ازاد رقابت دلاری د غزنی پوهنتون کرنی پوهنځی ته د استاد په صفت بریالی شو .په کال ۱۳۸۸ د تدریس سربیره د پوهنځی د مرستیال په حیث وټاکل شو . په کال ۱۳۸۹ کښی د ازاد رقابت دلاری هندوستان هیواد د ماستری زده کړو بورس ونو ته بریالی او یاد هیواد ته لاړ . د اګرانومی په څانګه ماستری دوری د تکمیل او په کال ۱۳۹۱ په بریالیتوب سره د ماستری دیپلوم ترلاسه کړ. د لوړو زده کړو وزارت څخه په مننی سره چی د ماستری زمینه یی مساعده کړی وه د ماستری زده کړو د تکمیل څخه وروسته د پوهنتون سره د بیا خدمت کولو ژمنی په اساس بیا ځلی د تدریس او خدمت کولو دپاره بیرته پوهنتون ته راستون او عملا یی په کار پیل وکړ نوموړی خپل علمی تجربی او نوښتونه د کرنی پوهنځی د استادانو او محصلینو سره ددی بنسټ د علمی برنامو د بهتر والی په مؤخه شریک کړی.
غزنی پوهنتون تر کال ۱۳۹۲ پوری د دوه نیم زره محصلینو په درلودلو او د محصلانو چارو د مرستیال بست نه موجودیت په اساس د زیاتو ستونزو سره مخ وو، استاد صالحی چی کومه وړتیا او ښایستګی درلوده د لوړو زده کړو وزارت له خوا د محصلانو چارو مرستیالی دندی ته غوره شو. په پوره ایمانداری، ریښتونولی او امانت داری تدریس علمی فعالیتونو او اړوند مسؤلیتونو ژمن شو د هند هیواد د یو معتبره پوهنتون د ښوو تجربو څخه یی بهتره استفاده وکړه. ددی اداری دلا بهتر والی لکه د تنظم برخه، پوهنتون کی د کریدیت سیستم تطبیق د مصوباتو اجرا، د طرزالعملونو تطبیق او ټول اړوند چاری د لوړو زده کړو د قانون او مقرراتو مطابق په ښه توګه پرمخ بیولی . برسیره پردی پوهنتون په رهبری او علمی شوراګانو کی فعاله برخه لری، د پوهنتون په زیاتره مهمو کمیټو لکه د تحصیلی نصاب پرمختګ، د اباور ورکونی او غوره والی، تقرر او انفکاک، علمی ترفیعات، ازموینی، نظم او دسپلین، فرهنګی او ... کمیټو مسؤلیت منلی او فعال سهم لری.
د اصلی دندی ترڅنګ د غزنی پوهنتون د ریاست، دغزنی ولایت مقاماتو، د غزنی ولایتی شورا او د لوړو زده کړو د رهبری له خوا رسما په ستاینلیکونو او مننلیکونو د لا تشویق په مؤخه ستایل شوی.
و من الله توفیق