د اسلامی تعلیمات څانګې لنډه پیژندګلوی
د غزنی پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامی تعلیمات څانګه هغه معتبر ، علمی ، تدریسی، څیړنیز ، اداري او اکادمیک بنسټ دی چې په ۱۳۹۲ ل.ل کال د غزني پوهنتون د رهبرۍ په هڅو او وړاندیز او د لوړو زده کړو د مقام په منظورۍ سره ایجاد شوه. یاده څانګه اوس مهال د څانګې د آمر په ګډون شپږ کادري ماستر غړي لري چې ټول یې د پوهنیار علمي رتبې لرونکي دي. د شرعیاتو پوهنځي يادې څانګې تر دې مهاله د الله تعالی په مرسته او د درنو استادانو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو او همکارۍ په پایله کې څلور دوری محصلین ټولنی ته د چوپړ په موخه فارغ کړي دي.
د اسلامی تعلیمات څانګې آمر: پوهنیار وحید الله ”عزام “ .
د اړیکې شمیره : ۰۷۹۷۰۸۰۵۰۴
ایمیل ادرس : wahidullahazaam26@gmail.com