غزنی پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرائیه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتي سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ.

gu_user
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۰:۲۳

غزنی پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د  اجرائیه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتي سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام  دایر کړ.

پدغه پروګرام کې چې د غزنی پوهنتون د معلوماتي تکنالوژي په همکاری د الکترونیکي زده کړو د کميتې په واسطه ترسره شو د یاد پوهنتون رئیس پوهنمل محمود همت، د علمي او محصلانو چارو مرستیالانو، د پوهنځيو رئیسانو، د څانګو آمرینو، استادانو، تدریسې عمومي مدیرانو او اجرائیه مدیرانو ګډون درلود.

غونډه  د قران عظیم الشان په مبارکو آیاتونو پیل  شوه وروسته  د غزنی پوهنتون د الکترونیکي زده کړو د کمیټې مسؤول محترم وحیدالله عمریار د یادې کمیټې د کړنو او پرګرامونو په اړه خبرې وکړې، ورپسې د غزنی پوهنتون رئیس محترم پوهنمل محمود همت د پروګرام په اړه بنسټیزې خبرې وکړې او د پوهنتون د مسؤلینو څخه يې د سیستم پر تطبیق د پاملرنې  غوښتنه وکړه. وروسته  د محصلینو چارو مرستیال پوهنمل احمد رضا صالحي د یاد سیستم په اړه خپل چمتو کړي پریزنټیشن ګډونوالو ته وړاندې  او اړوندې برخې یې تشریح کړې. وروسته دعلمي چارو مرستیال محترم پوهنمل محمدمسعود نیکنام د یاد پروګرام په اړه خبرې وکړې د یاد پروګرام په لاره اچوونکو او ګډون کوونکو څخه یې مننه وکړه او د استادانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د یاد سیستم د تطبیق په اړه خپل مسؤولیت تر سره کړي.

په پای کې د الکترونیکي زده کړو د کمیتې مسؤول محترم وحیدالله عمریار یاد معلوماتی سیستم  په عملي ډول د پروګرام ګډونوالو ته تشریح او د دوي پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

یاده غونډه د الکترونیکې زده کړو د کمیټې د غړی او دشرعیاتو دپوهنځې د رئیس پوهنیار  سید آصف هاشمي  دعا کولو سره پای ته ورسیده.

د یادولو وړ ده چې دا پروګرام  به په څو دورو کې د استادانو او محصلینو لپاره په راتلونکی کې هم په لاره واچول شي.

The guidance program for the use of higher education knowledge system was held for professors, teaching managers and executives of Ghazni University departments.

 

The guidance program for the use of higher education knowledge system was held for professors, teaching managers and executives of Ghazni University departments.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

غزني پوهنتون کې د محصلینو د ټکنالوژیکي پوهي لوړولو او د ټکنالوژۍ له فرصتونو سره د بلدتیا په موخه د مصنوعي ځیرکتیا پېژندنې اړوند ښوونیز سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو ته د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ځوانانو چارو آمریت د محصلینو د ټکنالوژیکي پوهي پیاوړتیا او د ټکنالوژۍ له فرصتونو سره د بلدتیا په اړه د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۰:۲۷
Background image

غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصلینو د څېړنیزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د علمي مقالې لیکنې او په آنلاین بڼه د څېړنیزو سرچینو د موندلو په اړه ښوونیز او معلوماتي سمینارونه ترسره شول.

غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د علمي او څېړنیزو وړتیاوو د پیاوړتیا او د علمي معلوماتو د ترلاسه کولو د مهارتونو د لوړولو په موخه، د «علمي مقالې لیکنې» او «په آنلاین بڼه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځې محصلینو د تخنیکي او تکنالوژیکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د امنیتي کېمرو د پېژندنې او نصب په اړه معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو د تخنیکي او ټکنالوژیکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د امنیتي کېمرو د پېژندنې، اهمیت، اړتیاوو او نصب د عملي تخنیکونو په اړه معلوماتي سمینار. . .

BACK TO NEWS