د محصلانو چارو د مرستیال ښاغلي مفتي عزت الله « نوري » ژوندلیک

 د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال محترم مفتي عزت الله نوري صاحب  د حاجي نصرالله صاحب  زوی،  په  ۱۳۷۳ هـ ش کال د کندهار  ولایت  د  سپین بولدک  ولسوالي  د  عمرانزو په کلي کې زېږیدلی دی
لومړنۍ  دیني او عصري زده کړې یې  د دارالهجرت په مختلفو دیني مدارسو او ښوونځیو کې ترسره کړیدې، په ۱۳۹۴هـ ش کال یې په (جامعه دارالعلوم چمن) مدرسه  کې د حدیثو دوره ترسره کړیده  او په ۱۳۹۵هـ ش کال په (جامعه خلفاء الراشدین) مدرسه کې له تخصص في الفقه/افتاء  څخه فارغ شویدی او همدارنګه یې تر لسم ټولګي پورې عصري زده کړې هم کړېدي.

تر فراغت وروسته  یې له تدریس سره په څنګ کې د اسلامي امارت په چوکاټ کې لاندې مسئولیتونه او خدمتونه سرته رسولي دي:
۱- په دارالهجرت کې د فقهي مجالسو د غړي  په توګه.
۲-د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د مطبوعاتي مسئول په توګه.
۳-د غزني ولایت د کمېسیون د همکار په توګه.
۴-دکندهار ولایت د مرافعه محکمې د محرر په توګه.
۵-د کندهار ولایت  د مرافعه محکمې د مفتي  په توګه.
۶-دښوونې، روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون دمالي مسئول په توګه
۸- دپوهنې وزارت د مالي او حسابداري  ریاست  د رئیس په توګه.

۹- اوس مهال د غزني پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیال په توګه خدمت تر سره کوي.
محترم مفتي عزت الله نوري صاحب  له تدریس او اداري خدمتونو سره په څنګ کې د مدارسو په ځینو درسي کتابونو لنډې شرحې هم لیکلې دي. الله تعالی دې د نوموړي  ټول ترسره کړي خدمتونه قبول کړي. آمین.

د محصلانو چارو د مرستیال پیغام

درنو محصلینو د لوی او متعال څښتن تعالی «ج» څخه ډېر شکر ګذاره یم چې د خپل ګران هیواد د ځوان قشر د پوهې او روزنې په چوپړ کې یم او لوی څښتن راباندې د سپېڅلي خدمت لورینه کړې ده.

د غزني پوهنتون محصلانو چارو معاونیت دې ته ژمن دی، چې د ځوان قشر علمي پرمختګ او په ترڅ کې د یوې سالمې او روښانه علمي فضا په منځ ته راوړلو کې خپلې ټولې هڅې په کار واچوي او د دې پوهنتون د ټولو محصلینو هرې ستونزې ته پر وخت ځواب ووایی.

 د غزني پوهنتون محصلانو چارو معاونیت به ټولې هغه علمي او اداري طرحې او پروګرامونه، چې د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنتون د رهبرۍ لخوا په واک کې ورکول کېږي، د ټاکلي پلان سره سم عملي کوي، د دې تر څنګ به زموږ هڅه دا وي، چې د پوهنتون له رهبرۍ او د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ په دې وتوانېږو چې د خپلو ګرانو محصلینو لپاره په داخل او خارج کې زده کړییزه لنډسکالرشیپونه او روزنیز ورکشاپونه پیدا کړو او دوی ته مو د مډرنو او معیاري زده کړو زمینه برابره کړو، تر څو د خپل هیواد د سمسورتیا او رغونې لپاره نوې ثمره په لاس راشي، زموږ به تل دا هڅه وي، چې د هیواد ځوان محصلین په اسلامي او وطني روحیه سمبال کړو او د دوی تر منځ د هر ډول بې تفاوتي او بې انصافي مخه په پوره توان سره ډب کړو، له سمتي، ژبني، قومي او سیاسي اختلافاتو څخه لرې وساتو په پای کې په درنو محصلینو غږ کوم، چې د وخت ضایع ته پام وکړئ او ټوله پاملرنه خپلو درسونو ته واړوئ مطالعه وکړئ، د څېړنې حس په ځان کې پیاوړی کړئ او د ټولو شته فرصتونو څخه سالمه ګټه پورته کړئ د دې ټولو هڅو پایله به انشأالله دا وي چې په راتلونکې کې به د یو باثباته هیواد او ټولنې شاهدان یو.

د محصلانو چارو معاونیت

د محصلانو چارو معاونیت د غزني پوهنتون د څلورو معاونیتونو په ډله کې راځې، چې د دې معاونیت مسولیت د محصلینو د اسنادو تکمیلول، تحصیلي سندونو بهیر ترسره کول، د محصلینو د ظرفیت لوړونې لپاره د زمینې برابرول، مناسبه ورزشي فضاء برابرول، مشوره ورکول، د تدریسي بهیر د تطبیق پروسه او د تحصیلي دورې د اکمال ټولې چاري تر څارلاندې لري. د محصلانو چارو معاونیت په مستقیمه توګه د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام تر اثر لاندې دی او د زده کونکو معیارونو او تجربو ته په کتو یې ډیر فعالیتونه ترسره کړي دي. د لوړو زده کړو قانون ته په کتو د پوهنتون په کچه د محصلانو چارو معاونیت مهم رول اداء کوي. دغه معاونیت د هېواد په کچه د لوړو زده کړو د قانون او لوایحو سره سم محصلینو ته تحصیلی خدمات په معیاری او پرمختللی توګه لکه څنګه چې لازم دي، پرمخ بیایي.

د محصلانو چارو معاونیت لنډه پېژندنه:

د محصلانو چارو معاونیت اکاډمیک بست د غزني پوهنتون د څلورګونو معاونیتونو له ډلې څخه ګڼل کيږي، چې د محصلانو چارو اړوند پالیسیو طرح کول، د دیپلومونو او ترانسکریپتونو وېش، د محصلینو د معتبرو اسنادو او دلوړو زده کړو وزارت د سپین مهر ساتلو دنده په غاړه لري.

محصلانو چارو معاونیت شعار:

روڼتیا، کیفیت، خدمات، اسانتیاوي، سرعت

محصلانو چارو معاونیت اړوند کمېټې:

غزني پوهنتون محصلانو چارو معاونیت محصلینو ته د غور خدماتو د ترسراوي، د محصلینو ستونزو ته د رسیده ګي په موخه مختلفې کمېټې رامنځته کړې دي. ترڅو د همدې کمېتو له لارې محصلینو ته رنګا رنګ خدمات او فعالیتونه وړاندې شي. په لاندې توګه په یادو کمېټو باندې رڼا اچوو:

۱- د آزموینو کمېټه ۲- د نظم ،سپلین او شکایتونو اوریدلو کمېټه ۳- فرهنګي کمېټه

د محصلانو چارو معاونیت د معاون او کارمندانو شهرت، اړیکې او ایمیل ادرسونه:

شماره

نوم او تخلص

دنده

اړیکې شمیره

ایمیل آدرس

1

مفتی عزت الله نوری

د محصلانو چارو مرستیال

0702705976

Muftiizatullahnoori@gmil.com

2

حفیظ الرحمن شهیدخیل

د محصلانو چارو آمر

0794267779

Shahidkhil786@gmail.com

3

سید محمد سعیدی

اجرائیه مدیر

0798940535

sayedsaeedi535@gmil.com

4

محمد روف خدام

د محصلانو دخدمتونو او همغږۍ عمومی مدیر

0731780479

Khankhadam205@gmil.com

5

عین الله

د فارغانو عمومی مدیر

0799579492

ainullahmokhlis4.gmil

6

محمد یونس قانت

د تحصلی اسنادتهیه کولو عمومی مدیر

0747538921

younesarzoo@gmail.com

7

عبد الجبار قربانی

د ثبت او راجستر عمومی مدیر

0744099397

Abuljabarqurbani456@gmail.com

8

عبد العظیم

خدماتی کارمند

 

 

 

 

 

 

 

د محصلانو چارو معاونیت تشکیلاتي جوړښت