غزني پوهنتون کې د ٣٠ تنه په شاو او خوا کې استادانو ته د مصنوعي ځیرکتیا او رسمي ایمیل څخه د استفادې اړوند معلوماتي سمینار وړاندې شو.

gu_user1
Tue, Sep 02 2025 10:20 AM
zx

قمري نېټه: ربیع الاول ،٨، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ١٠ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ١ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د الکترونیکي زده کړو کمېټې لخوا شاوخوا ٣٠ تنو استادانو ته د مصنوعي ځیرکتیا او رسمي ایمل څخه د استفادې اړوند یو ورځنی معلوماتي سمینار وړاندې شو
د یاد سمینار پیل د قران کریم په مبارکو آیتونو په  تلاوت سره وشو.
ورپسې، د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد، پوهنیار مصطفی رحیمي، د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په اړه هر اړخیز، علمي او معلوماتي سمینار وړاندې کړ. نوموړي دا سمینار د پوهنتون په کچه ټولو استادانو ته ارائه کړ، او د دې نوې ټکنالوژۍ د مفاهیمو، ګټو، ننګونو او په څېړنیزو چارو کې د هغې د اغېزناکې کارونې څرنګوالی یې په واضحو مثالونو سره روښانه کړ.
همداراز، د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیر، ښاغلي وحیدالله عمریار، د رسمي ایمیل سیسټم له لارې د معلوماتو د خوندي انتقال، سمي او صحیحي استفادې، او د کټې اخیستو عملي لارې چارې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS