غزني پوهنتون کې فرهنګي کمېټې د اسد ۲۴ مه د هېواد د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې په مناسبت په پوهنتون کې د ځینو فرهنګي چارو د ترسراوي په موخه ناسته ترسره کړه.
              قمري نېټه: صفرالمظفر، ١٩، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد، ٢٢ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ١٣ ، ۲۰۲۵ 
غزني پوهنتون کې فرهنګي کمېټې د اسد ۲۴ مه  د هېواد د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې په مناسبت په پوهنتون کې د ځینو فرهنګي چارو ترسراوي، د ځانګړو شعارونو او عامه پوهاوي د پیغامونو لیږد بنرونو برابرولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه. په یاده ناسته کې د فرهنګي کمېټې ټولو غړو شتون درلود.
چې پیل یې د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره و شو، ورپسې ګډونوالو د هېواد د خپلواکۍ د څلورمي کلیزي د نمانځنې په تړاو خپل نظرونه، وړاندیزونه او طرحې وړاندې کړې. د بحث په ترڅ کې د پوهنتون په ساحه کې د ملي ارزښتونو د نندارې لپاره د بنرونو، شعارونو او فرهنګي پیغامونو د ځای پر ځای کولو پرېکړه وشوه.
په ناسته کې په ځینې متفرقه مسائل بحث او نظرونه تبادله شول. 
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
