د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

gu_user1
Thu, Jun 11 2026 11:23 AM
xc

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه لیدنه ترسره کړه.
د یادې لیدنې پر مهال په لیلیه کې له اوسېدونکو محصلینو سره مخامخ خبرې وشوې او هغوی خپلې ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه له مفتي صاحب سره شریک کړل. 
همداراز د محصلانو چارو مرستیال د محصلینو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته ډاډ څرګند کړ چې د امکاناتو په چوکاټ کې به د لیلیې د خدمتونو د کیفیت د لوړولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي. او د ارنګه یې محصلینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د پنځو فرامینو د جریدې په اړه عامه پوهاوی ورکړ او هغوی یې وهڅول چې د پوهنتون په سطحه د دغي جریدي په ترسره کېدونکي سیالۍ کې په پراخه کچه ګډون ترسره کړي.

هېره دي نه وي چې د غزني د پوهنتون اداره د محصلینو د هوساینې، د هغوی د ستونزو د حل او د زده‌کړو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول خپل مهم مسؤلیت ګڼي او په همدې موخه به ورته لیدنې او مشورتي ناستې دوام ولري.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت 
پنج شنبه 
۱۴۴۷/۱۲/۲۵هـ.ق
۱۴۰۵/۰۳/۲۱هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۱۱م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS