پوهنتون کې استادانو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ پای ته ورسېده.

gu_user1
Wed, Jun 10 2026 3:35 PM
we

غزني پوهنتون کې د استادانو لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس او پوهاوي ځانګړې لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده. دغه روزنیز پروګرام د پوهنتون د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن له لوري د استادانو د اصلاحي او فکري پوهاوي د لوړولو په موخه ترسره شوی و.
چې پر مهال یې د قانون مهمې مادې، د ټولنیز اصلاح ارزښتونه، د اسلامي اخلاقو ترویج، او د لمانځه په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی توصیې تر بحث او تدریس لاندې ونیول شول. ګډونوالو استادانو د یاد پروګرام د ګټورتیا ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا ډول علمي او فکري پروګرامونه د پوهنتونونو په علمي او اخلاقي فضا کې مثبت رول لري.

باید وویل شي چې د یاد قانون د تدریس ترڅنګ د عمومي رئیس له لوري د اوونۍ په معلومو ورځو کې د قرآن کریم ترجمه د پوهنتون ټولو مسؤلینو، استادانو، کارکوونکو او محصلینو ته ترسره کیږي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت 
چهارشنبه 
۱۴۴۷/۱۲/۲۴هـ.ش
۱۴۰۵/۰۳/۲۰هـ.ش
۲۰۲۶/۰۶/۱۰م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS