غزني پوهنتون کې د اداري کارکوونکو د تخنیکي مهارتونو د لوړاوي او د ورد پروګرام له پرمختللو مهارتونو سره د بلدتیا په موخه اووه ورځنی روزنیز سمینار پیل شو.

gu_user1
Sun, May 17 2026 2:59 PM
DQ

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت د ګمارنې عمومي مدیریت له لوري د اداري کارکوونکو د تخنیکي مهارتونو د لوړاوي په موخه د ورد پروګرام اووه ورځنی روزنیز سمینار پیل شو.
د دغه سمینار موخه د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول او د عصري اداري سیستمونو سره د هغوی بلدتیا زیاتول دي.
د سیمینار په لړ کې ګډونوالو ته د ورد پروګرام بنسټیز او پرمختللي مهارتونه، د اسنادو ترتیب او تنظیم، راپور جوړونه او د اداري چارو د چټکتیا لپاره د دې پروګرام اغېزمن استعمال ورزده کېږي.
ګډونوالو هم د دې ډول روزنیزو پروګرامونو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې دا به د دوی په کاري بهیر کې مثبت بدلون رامنځته کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: یکشنبه  
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ٣٠ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور ٢٧ مه
۲۰۲۶م، مې ١٧ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS