غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت ته نوي مرستیال معرفي او رسماً یې خپلې چارې پیل کړې

gu_user1
Sun, Apr 26 2026 10:24 PM
bn

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت ته ښاغلی پوهندوی دوکتور دریاخان هڅاند د نوي مرستیال په حیث د یوې غونډې په ترڅ کې د مسؤلینو  له لوري معرفي او خپلې چارې یې رسماً پیل کړې.
په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن مسؤلیت یو امانت وبلل، او زیاته یې کړه چې علمي څېړنې، د پوهنتون علمي پرمختګ او د مجلې چارو پیاوړتیا د لوړو زده کړو بنسټونو له اساسي لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي نو باید د څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا، علمي نوښتونو د ملاتړ او د پوهنتون د علمي مجلې د لا معیاري کېدو لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي.
همداراز د علمي چارو مرستیال هم د نوي مرستیال ټاکنه یو مثبت ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې د نوموړي په مشرۍ به د علمي څېړنو او مجلې معاونیت خپلې چارې لا اغېزمنې او منظمې پرمخ یوسي.
په ورته مهال دوکتور هڅاند هم د باور له امله د پوهنتون له رهبرۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې خپلې ورسپارل شوې دندې به د اصولو، ژمنتیا او همغږۍ له مخې پرمخ وړي. نوموړي وویل د مسؤلینو په همکارۍ سره به هڅه وکړي چې د استادانو، محصلینو او څېړونکو لپاره مناسب علمي چاپېریال رامنځته، څېړنیزې برنامې لا پیاوړې؛ او د پوهنتون علمي لاسته راوړنې په ښه ډول منعکس کړي.
د یادونې وړ ده، چې غزني پوهنتون د هېواد له مهمو علمي بنسټونو څخه شمېرل کېږي او په بېلابېلو علمي، تحصیلي او څېړنیزو برخو کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ٩ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور ٦ مه
۲۰۲۶م، اپریل ٢٦ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS