د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي (۲۳)تنه محصلینو د عملي زده‌ کړو په موخه د دغه ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست او تاریخي ځایونو ته علمي سیر ترسره کړ.

gu_user1
Thu, Apr 16 2026 10:43 AM
tu

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د پلان شوي علمي سیر په ترڅ کې د شرعیاتو پوهنځي (۲۳)تنه محصلینو د عملي زده‌ کړو په موخه د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور یاست او یو شمیر تاریخي ځایونو ته علمي سیر ترسره کړ.
د یاد علمي سیر په ترڅ کې محصلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند له تاریخي موزیم، کتابتون، ارشیف  او بېلابېلو زیارتونو او تاریخي ځایونو څخه لیدنه او په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
د یاد علمي سیر په ترڅ کې له زیارتونو څخه د لیدنې پرمهال د شرعیاتو پوهنځي استاد مفتي مولاداد مفلح محصلینو ته د سلطان محمود غزنوي د زیارت او  هغه د ژوند او تاریخي کارنامو په اړه مکمل معلومات وړاندې کړل.
محصلینو د یاد علمي سیر څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دغسي علمي سفرونه د دوی علمي زده کړې لا پیاوړي کوي

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: پنج شنبه 
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ۲۹ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۲۷ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۱۶ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS