غزني پوهنتون کې د علمي او اکاډمیکو چارو د لا پیاوړتیا په موخه د تحصيلي نصاب کمېټې ناسته ترسره شوه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۴
ae

غزني پوهنتون کې د تحصیلي نصاب کمېټې ناسته د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ او د دغي کمېټې د ټولو غړو په ګډون ترسره شوه.
د ناستې پیل د قرآن عظیم الشآن د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.
وروسته د تیري ناستې پریکړو ته د اطمینان د حاصلېدو په موخه لنډه کتنه وشوه.
او د نوې اجنډا مطابق د تحصیلي نصاب کمېټې د    ۱۴۰۵ ه لمریز کال لپاره د دندو لایحې، د کمېټې د غونډو لپاره مهال وېش، د ۱۴۰۵ ه لمریز کال کاری پلان او د کمېټې د اعضاوو د ترکیب ترڅنګ د یادې کمېټې د ۱۴۰۴ ه لمریز کال د کلني راپور پر ترتیب او دوو تنو استادانو د تألیفی کتابونو پروپوزلونو تائیدي او یو شمېر نورو متفرقه مسائلو هم بحث او لازمې پریکړي ترسره شوې.  

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۲۷ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۲۵ مه
۲۰۲۶م، مارچ ۱۶ مه

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۳
Background image

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي محصلینو ته د کرنیزو سټنډرډونو د پېژندنې او ترویج په موخه یو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي په نوښت، د دغه پوهنځي ګڼ شمېر محصلینو ته د کرنیزو سټنډرډونو (معیارونو) او کرنیزو عصري سیستمونو د پېژندنې او ترویج په موخه یو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د پوهنځیو له رئیسانو سره په چارو کې د همغږۍ او ښه والې په موخه ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي له لورې د پوهنځیو له رئیسانو سره د همغږۍ او د چارو د لا ښه والي په موخه مهمه ناسته ترسره شوه.
د ناستې په پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۵۱
Background image

غزني پوهنتون کې د فکري جګړې پېژندنې او لارو چارو تر عنوان لاندې د محصلینو فکري انجمن ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د محصلینو د فکري ودې او د معاصرو ننګونو د درک په موخه د “فکري جګړې پېژندنې او لارو چارو” تر عنوان لاندې فکري انجمن ترسره شو. په دې پروګرام. . .

BACK TO NEWS