غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي استادانو او محصلینو په ګډه د چاپېریال ساتنې او د دغه پوهنځي د ښکلا او پاکوالي په موخه د عمومي اشر پروګرام ترسره کړ.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۴:۳۸
vb

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۲۹، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۱ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ۲۳ ، ۲۰۲۵م

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي استادانو او یو شمېر محصلینو په ګډه د چاپېریال ساتنې او د یاد پوهنځي د ښکلا او پاکوالي په موخه د عمومي اشر پروګرام ترسره کړ.
یاد اشر د کرنې پوهنځي د رهبرۍ په ابتکار او د استادانو په لارښوونه د محصلینو په پراخ ګډون ترسره شو. په دې پروګرام کې د پوهنځي انګړ، درسي ټولګي، دهلېزونه او شاوخوا ساحې له کثافاتو پاکې؛ او د چاپېریال د ښکلا لپاره لازم کارونه ترسره شول.

په ورته مهال د کرنې پوهنځي د نظم او ډسیپلین کمېټې مسؤل پوهنمل استاد حبیب الله فیضي د اشر پر مهال وویل چې د چاپېریال پاکوالی نه یوازې د زده کړې او تدریس لپاره مناسبه فضأ برابروي، بلکې د روغتیا او ټولنیز ژوند په ښه والي کې هم مهم رول لري. هغوی زیاته کړه چې د داسې ګډو پروګرامونو دوام به د محصلینو تر منځ د ګډ کار او ټولنیزې همکارۍ روحیه نوره هم پیاوړې کړي.
محصلینو هم د اشر په اړه خپلې خوښۍ څرګندې کړې او ژمنه یې وکړه چې د خپل پوهنځي د پاکوالي او سمون په برخه کې به تل ونډه اخلي.
غزني پوهنتون تل هڅه کوي ترڅو د علمي پروګرامونو ترڅنګ، د ټولنیزو او فرهنګي ارزښتونو په ترویج کې هم رغنده رول ولوبوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۵:۴۸
Background image

غزني پوهنتون د تدارکاتي چارو او مالي نظم په برخه کې د غوره کړنو له امله د یاد ولایت د مستوفیت ریاست له لوري د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې د ستاینلیک په ورکړه وستایل شو.

د غزني پوهنتون د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د منظمې رهبرۍ او د مالي او اداري چارو معاونیت د نه ستړي کیدونکو هڅو په نتېجه کې پوهنتون د تدارکاتي چارو د پر وخت ترسره کولو، مالي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د کیفیت لوړاوي او اداري چارو د لا ښه تنظیم په موخه د مالي او اداري چارو معاونیت کلنۍ ارزونه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن له لوري د اداري چارو د لا ښه تنظیم، شفافیت او د کیفیت د لوړولو په موخه د مالي او اداري چارو معاونیت کلنۍ ارزونه ترسره شوه.
یاده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۲۸
Background image

غزني پوهنتون کې د اداري چارو د اغېزمنتیا په موخه پنځو اداري بستونو ته نوي کسان معرفي شول.

 غزني پوهنتون کې د اداري چارو د اغېزمنتیا او د چارو د ښه تنظیم په موخه پنځو اداري بستونو ته نوي کسان معرفي شول.
 په دغه مراسمو کې د پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن، د. . .

BACK TO NEWS