غزني پوهنتون کې ټولو استادانو او اداري کارکوونکو ته د رهبري د پراختیا مهارتونه تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار پیل شو.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳
as

ورځ: یکشنبه

شعبان المعظم ۱۰ مه، ۱۴۴۶ هـ.ق

سلواغې ۲۱ مه، ۱۴۰۳ هـ.ش

فبروري ۹ مه، ۲۰۲۵ م.

نن ورځ په غزني پوهنتون کې د یاد پوهنتون د علمي چارو معاونیت له لوري ټولو استادانو او اداري کارکوونکو ته د رهبري د پراختیا مهارتونه تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار پیل شو.

د سیمینار پیل د کلام الله په مبارکو آیاتونو سره وشو.

ورپسې د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د سیمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ، د سیمینار په ارزښت او اهمیت خبري وکړې او له ګډون کوونکو، څخه یې سیمینار ته د پر وخت راتګ او فعاله ګډون غوښتنه وکړه او همدارنګه یې د رهبري او مدیریت په اړه له اسلامي او دیني اړخه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

وروسته ښاغلي حمزه د چمتو کړي پریزینټېشن مطابق د رهبري او مدیریت په پېژندنه، د رهبري په موخو، مدیریت او دندي یې، د رهبري مفهوم او اهمیت یې، د رهبرانو اوصاف، د رهبرانو دیني او اداري دندې، په اداره کې مؤثریت او مثمریت، د رهبري په مهمو عناصرو، د رهبر په دندو او د رهبري اړوند نظریاتو باندې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. او د سیمینار په پای کې د ګډونوالو ته پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې په بشپړ نظم او شفافیت سره پای ته ورسېدې.

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې، چې د پوهنتون د رهبرۍ، د پوهنځیو د استادانو او د ازموینو د کمېټو تر منظم نظارت لاندې ترسره کېدې، په بریالیتوب، بشپړ نظم او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري مسؤلینو له لوري د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د منظم ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د معاونیتونو د معاون صاحبانو او پوهځیو د رئیسانو په ګډون د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د ښه تنظیم، شفافیت او پر ټاکلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

BACK TO NEWS