د غزني پوهنتون محصلینو ته، د ازمویني څخه د وېري او اضطراب د کنټرول تر سرلیک لاندې، یو ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار وړاندي شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۵:۷
as

ورځ: دوشنبه

هجري قمري: ٣٠/جمادی الاول/١۴۴٦

هجري شمسي: ١٢/قوس/۱۴۰۳

میلادي: ٢/دیسمبر/۲۰۲۴

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري، د یاد پوهنتون محصلانو ته د ازمویني څخه د وېري او اضطراب د کنټرول تر عنوان لاندې، یو ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار وړاندي شو.

دغه سیمینار چې د پوهنتون د غونډو په تالار کې دائر شوي وو. پکي د محصلانو چارو مرستیال انجنیر محمد عثمان منیب، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګي استاد پوهنمل مصطفی صفا او محصلینو شتون درلود.

پیل یې د قرآن عظیم الشآن په مبارکو آیاتونو سره وشو.

ورپسې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي منیب، غونډي ته د وینا پرمهال د دغسي سیمینارونو په جوړېدو خوښي وښووده، او د سیمینار په ارزښت او اهمیت یې خبري وکړې، همدارنګه یې محصلینو ته د اضافي مطالعې، د مهارتونو په زده کړه لازمي سپارښتني وکړې او له محصلینو څخه یې غوښتنه وکړه؛ چې په دغسي علمي او معلوماتي سیمینارونو کې برخه واخلي.

وروسته د ښاغلي استاد صفا له لوري محصلینو ته د اضطراب یا ويري پر پېژندنه، د اضطراب پر حالتونو، د اضطراب جسمي اغیزې، د اضطراب او خواشینۍ ترمنځ په توپیر، د غم او خواشینۍ یا افسرده ګي احساس، سالم اضطراب، ازموینه او اضطراب، د ازمویني د اضطراب سالم کنټرول او هغه محصلان چې د ازمویني پرمهال له اضطراب سره لږ مخ کیږي او د اغېزناکي مطالعې او ډاډمن اخځ یا اخیستني په باره کې هر اړخیز معلومات وړاندي شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې په بشپړ نظم او شفافیت سره پای ته ورسېدې.

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې، چې د پوهنتون د رهبرۍ، د پوهنځیو د استادانو او د ازموینو د کمېټو تر منظم نظارت لاندې ترسره کېدې، په بریالیتوب، بشپړ نظم او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري مسؤلینو له لوري د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د منظم ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د معاونیتونو د معاون صاحبانو او پوهځیو د رئیسانو په ګډون د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د ښه تنظیم، شفافیت او پر ټاکلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

BACK TO NEWS