غزني پوهنتون کې د نوي رئیس صاحب د ښه راغلاست او پېژندنې، او مخکینې رئیس صاحب د مخه ښې مراسم د یوې رسمې غونډې په ترڅ کې ترسره شول.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۳:۴۲
dr

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د حکم په اساس د هیواد د څو ولایتونو د پوهنتونونو د رئیس صاحبانو د تغیر او تبدیل په ترڅ کې نن ورځ د غزني پوهنتون نوی رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د ښه راغلاست او پېژندنې او د مخکیني رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د مخه‌ښې مراسم د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې ترسره شول.
په دغه غونډه کې د پوهنتون نوي رئیس صاحب او ورسره مل پلاوي، د غزني ولایت مقام استازې او مسؤلینو، علماوو، د غزني پوهنتون مخکینی رئیس صاحب، معاون صاحبانو، د پوهنځیو رئیسانو،  استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی وو.
چې پیل یې د قرآن پاک د مبارکو ايتونو په تلاوت سره  وشو.
وروسته د افغان ټیلي کام رئیس مولوي اسدالله فیضاني او د پوهنې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ  عمومي رئیس مولوي کفایت الله د مسؤلیت اړوند هر اړخیزي خبري وکړې او دارنګه یې د دینې زده کړو ترڅنګ په عصري علومو او د نویو تخنیکونو د زده کړې په اهمیت هم خبري وکړې او له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې دغي برخې ته زیاته توجه وکړي او خپل خدمات لا ګړندي کړي.
ورپسې نوي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن خپلي خبري وکړې. هغه د امیرالمؤمنین شېخ صاحب او د وزارت د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې څرګنده کړه چې د کیفیت لوړولو، بنسټیزو خدمتونو پیاوړتیا، شفاف سیستم، څېړنیزو فعالیتونو پراختیا او د محصلینو د ظرفیت لوړولو لپاره به ټولې ممکنې هڅې کوي. نوموړي د یو پیاوړي، بااعتماد او نوښتګر علمي چاپېریال د رامنځته کولو پر اهمیت باندې هم ټینګار وکړ.
دارنګه د غزني پوهنتون د علمې چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه نوي رئیس صاحب ته د پوهنتون د مسؤلینو او کارکوونکو په نماینده ګې مبارکې او ښه رغلاست وویل او له مخکیني رئیس صاحب څخه یې په دغه پوهنتون کې د کړو خدمتونو د مننې او قدرداني ترڅنګ د الله تعالی ج له دربار نه د لا نورو ښو خدمتونو د توفیق غوښتنه وکړه.
په اخیر کې مخکیني رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په خپلو څرګندونو کې وویل چې دده د دورې بریالیتوب د ټیمي همکارۍ پایله وه، او د پوهنتون د ټولو استادانو او کارکوونکو نه یې د زړه له کومې مننه وکړه. نوموړي هیله څرګنده کړه چې نوی رهبري ټیم به په لا زیاتې هڅې سره د پوهنتون د علمي ودې او بنسټیزو خدمتونو په برخه کې لا نور پرمختګونه راولي.
غونډه د دعا په وینا پای ته ورسېده، او ګډونوالو د دواړو رئیس صاحبانو لپاره د لا زیاتو بریاوو او خدموتونو هیله څرګنده کړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
پنج شنبه ، ۲۹ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۹ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۳
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر د شل تنه ممتاز او لوړې فیصدي لرونکو محصلینو د ستاینې غونډه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د علمي هڅونې او د زده‌کړو د کیفیت د لوړولو په موخه، د پوهنتون په کچه د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال د خزاني سمیستر د شلو تنو ممتازو او لوړې فیصدي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۱۵
Background image

غزني پوهنتون کې د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) د شخصیت، زعامت او کارنامو په اړه علمي سمینار وړاندې شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د علمي او فکري برنامو د لړۍ په دوام، د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) د شخصیت، زعامت، سیاسي بصیرت او تاریخي کارنامو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه. . .

BACK TO NEWS