غزني پوهنتون کې د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د اداري برخي کارکوونکو د فعالیتونو او دندو د کیفیت لوړولو په موخه ارزونه ترسره شوه.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۴۹
tp

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي او ورسره هیئت نن ورځ د شرعیاتو او د ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د اداري برخي د کارکوونکو د کار، فعالیت او دندو د کیفیت د لوړولو په موخه رسمي ارزونه ترسره کړه.
د ارزونې په لړ کې د کارکوونکو د دندو، دوامداره حاضریت، د اسنادو منظم ثبت، د محصلینو او استادانو سره د همغږۍ څرنګوالی، او د ادارې د کړنو پر وړاندې د هغوی ژمنتیا وارزول شوه. چې په پایله کې له دغو کارکوونکو سره د مسلکي پرمختګ، د کار ښه تنظیم، او د نوو اداري اصولو د پلي کېدو په اړه لازمې سپارښتنې هم شریکي شوې.

په ورته مهال شیخ صاحب ټینګار وکړ چې دا ډول ارزونې به په دوامداره توګه ترسره کېږي، ترڅو د پوهنتون په ټولو برخو کې د خدمت رسونې کیفیت لوړ او د اداري چارو د بهیر شفافیت لا پیاوړی شي.

د یادونې وړ ده چې یاد ارزوونکي هیئت د هڅونې له مخې د هغو کارکوونکو ستاینه وکړه چې د دندو په ترسره کولو کې یې لوړ مسلکي معیار او همکاري ښودلې ده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۱۹ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۹ قوس۱۴۰۴ه ش

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۲۷
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري غړو د طب او عامه ادارې او پالیسي پوهنځیو د فعالولو او طب پوهنځي تدریسي بلاک د ترمیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ، د معاون صاحبانو او د پوهنځيو له رئیس صاحبانو سره؛ د طب او عامه ادارې او پالیسي پوهنځیو د فعالولو د او د طب پوهنځي د تدریسي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۱:۴
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په ځانګړي شفقت د غزني پوهنتون طب او عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځیو ته ۵۱ کادري او اداري بستونه منظور او ورکړل شول.

د غزني ولایت د جهاد پروره او کړاو ځپلو ولسونو سره د زیات ترحم، شفقت، پاملرنې او د غزني ولسونو ترڅنګ د ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکو ته د معیاري روغتیایې خدماتو د برابرولو او طبي ستونزو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۵:۱
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي پرمختګ او کادرونو د ظرفیت لوړولو په موخه دری تنه استادانو د خپلو علمي رتبو د ترفیع په موخه علمي کنفرانسونه وړاندې کړل.

غزني پوهنتون کې د علمي پرمختګ او کادرونو د ظرفیت لوړولو په موخه، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي دری تنو استادانو د پوهنمل علمي رتبې څخه د پوهندوي علمي رتبې ته د ترفیع په هدف خپل علمي. . .

BACK TO NEWS