غزني پوهنتون کې استادانو ته په ساینسي علومو کې د څېړنې د میتودونو ترعنوان لاندې یو ورځنی علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۵۸
cg

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۱۸، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد، ۲۱ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ۱۲ ، ۲۰۲۵م

غزني پوهنتون کې د څېړنو او علمي مجلې معاونیت او د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت په ګډه همکاري استادانو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، په "ساینسي علومو کې د څېړنې میتودونه" تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو.
دغه سمینار د پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې د مرستیال پوهندوی احسان الله کامران په پرانیستونکې وینا پیل شو چې پکې د څېړنې ارزښت او د پوهنتوني پرمختګ لپاره د هغې اغېز ته اشاره وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې معیاري څېړنه نه یوازې د علمي مقالو د تولید بنسټ دی، بلکې د ټولنې د ستونزو د حل لپاره هم مهم رول لري.

د سمینار اصلي برخه د ساینسي څېړنو یو شمېر مهمو ټکو ته ځانګړې وه چې د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد دوکتور احمد علي مهراد له لوري د څېړنې د ډولونو، د څېړنیزو پوښتنو د جوړښت، د معلوماتو د راټولولو او تحلیل، او د علمي لیکنې د اصولو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول. همدارنګه، ګډونوالو ته د نړیوالو اکاډمیکو معیارونو او د سرچینو د سمې کارونې په اړه عملي لارښوونې ورکړل شوې.
د بحث او پوښتنو په برخه کې، استادانو خپلې نظریې، تجربې او ستونزې شریکې کړې چې د هغوی پوښتنو ته مسلکي ځوابونه ورکړل شول. ګډونوالو د دا ډول پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه چې دا ډول علمي ناستې د پوهنتون د علمي فضا د ودې او د څېړنیز کیفیت د لوړوالي لپاره اړینې دي.

په پای کې، ښاغلي کامران په سمینار کې له ګډون کوونکو استادانو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د استادانو د څېړنیزو ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره به ورته علمي پروګرامونه په منظم ډول ترسره کېږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې په بشپړ نظم او شفافیت سره پای ته ورسېدې.

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې، چې د پوهنتون د رهبرۍ، د پوهنځیو د استادانو او د ازموینو د کمېټو تر منظم نظارت لاندې ترسره کېدې، په بریالیتوب، بشپړ نظم او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري مسؤلینو له لوري د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د منظم ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د معاونیتونو د معاون صاحبانو او پوهځیو د رئیسانو په ګډون د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د ښه تنظیم، شفافیت او پر ټاکلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

BACK TO NEWS