غزني پوهنتون کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه تعالی و رعاه د فرمانونو د تدریس لړۍ پیل شوه.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري اداري او خدماتي کارکوونکو ته د اسلامي نظام د تطبیق، د نظم او مسؤولیت د لا پیاوړتیا، او د اسلامي اصولو د ژور درک په موخه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د فرمانونو د تدریس لړۍ رسماً پیل شوه.
د دغو درسونو د پیل پرمهال د دعوت او ارشاد آمر مولوي رحمت الله خلیل د ټولو فرامینو اهمیت ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې دا فرمانونه د اسلامي نظام د بنسټونو د ټینګښت، د عدالت د تحقق، او د ټولنې د اصلاح لپاره یو غوره لارښود دی.
ښاغلي خلیل زیاته کړه چې د یادو فرمانونو تدریس نه یوازې د پوهنتون د کارکوونکو دیني بصیرت زیاتوي، بلکې د اداري چارو په سمپلي کولو او د بیتالمال په امانتدارۍ کې هم مهم رول لري.
د فرنانونو د تدریس لړۍ به په منظم ډول دوام ومومي، او د هرې ناستې په ترڅ کې به د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د یو شمېر مهمو فرمانونو تشریح او توضیح وشي، ترڅو د اسلامي نظام لارښوونې د عمل په ډګر کې پلي شي.
په پای کې مولوي صاحب خلیل له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د لارښوونو عملي کولو ته ژمن پاتې شي او د اسلامي امارت د اصولو مطابق خپل کاري مسؤلیتونه ترسره کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه، ۲۶، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ۲۷، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش