غزني پوهنتون کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د اصلاحي او عقیدوي درسونو په دوام د جهاد اړوند علمي سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۴:۴۸
cb

قمري نېټه: شوال ۳۰، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمریزه نېټه: غویي ۸ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
میلادي نېټه: اپرېل ۲۸، ۲۰۲۵م

نن ورځ د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د اصلاحي او عقیدوي درسونو په دوام، د جهاد تعریف،جهاد حکم او د جهاد ډولونه  اړوند علمي سیمینار وړاندې شو. دغه سیمینار د یاد آمریت آمر، مولوي نقیب احمد منذر، له خوا وړاندې شو، چې د نن ورځې درس یې په ځانګړي ډول جهاد اړوند مسائلو او موضوعاتو ته ځانګړی شوی و.
په دغه سیمینار کې برخوالو ته د جهاد اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې شول، د خپلو پوښتنو د مطرح کولو فرصت ورکړل شو، او ټولو پوښتنو ته د قناعت‌ وړ ځوابونه وویل شول. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۳
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر د شل تنه ممتاز او لوړې فیصدي لرونکو محصلینو د ستاینې غونډه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د علمي هڅونې او د زده‌کړو د کیفیت د لوړولو په موخه، د پوهنتون په کچه د تېر ۱۴۰۴هـ ش کال د خزاني سمیستر د شلو تنو ممتازو او لوړې فیصدي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۱۵
Background image

غزني پوهنتون کې د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) د شخصیت، زعامت او کارنامو په اړه علمي سمینار وړاندې شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د علمي او فکري برنامو د لړۍ په دوام، د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) د شخصیت، زعامت، سیاسي بصیرت او تاریخي کارنامو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه. . .

BACK TO NEWS